1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

له حلب ښاره په زرونو انسانان تښتېدلي

سره صليب ويلي دي چي پر حلب ښار باندي د سوريې ځواکونو د عملیاتو او روسيې د جنگي الوتکو د بمباريو په ترڅ کي له دغه ښاره ۵۰ زره انسانان تښتېدلي دي. خو د ترکيې چارواکي بيا وايي چي کيدای سي دغه مهاجر یو ميليون ته ورسږي.

نړيوال سازمان سره صليب د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبروري ۱۰مه) اعلان کړی چي پر حلب ښار باندي د بشاراسد ځواکونو د يرغل او روسۍ الوتکو د بمباريو له کبله ۵۰ زره سوريايان د ترکيې د سرحد پر لور تښتېدلي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخي په حلب ښار کي وضعيت شېبه په شېبه نور هم خرابيږي.

سره صليب په خپل نوي رپوټ کي ويلي دي چي د نړېدلو ودانيو په پايله کي ډېر انسانان د خوراکي موادو او څښاک اوبو له کمښت سره مخامخ دي. دغه سازمان توانېدلی دئ چي ۱۰ زرو کسانو ته خوراکي مواد او اوبه برابري کړي.

بله خوا بیا د ترکيې چارواکو ويلي دي چي که د بشاراسد ځواکونو عمليات او روسيې د هوايي ځواک بمبارۍ په دغه ښار کي پر وسله والو باندي دوام وکړي کيدای سي له دغه ښاره د مهاجرو شمېر تر یو ميليونه پوري ورسيږي.

نژدې دوه کاله کيږي چي پر حلب ښار باندي د سوريې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ جنگ روان دئ. حلب ښار په سوريه کي تر کورنۍ جگړې دمخه ۲ ميليونه نفوس لاره او د دغه هیواد سوداگريزه پلازمېنه بلل کېده. حلب په منځني ختيځ کي يو له ترټولو زړو ښارونو څخه دئ او اوس د جگړې په ډگر بدل سوی دئ.

د دغي جگړې يو اړخ د بشاراسد ځواکونه دي چي ايران او روسيه ئې ملاتړ کوي او بل اړخ ئې وسله والي ډلي دي چي لوېديځ ئې ملاتړ کوي.