1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

له جرمني د افغان مهاجرو پر بيرته ايستلو نيوکي

د پناه غوښتني پلوی سازمان «پرو ازول» له جرمني څخه د افغان مهاجرو د ايستلو پر طرحي نيوکي کړي دي. د دغه سازمان په خبره د جرمني د کورنيو چارو وزير غواړي چي ژر تر ژره نه منل سوي افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ولېږي.

د پناه غوښتني پلوي سازمان «پرو ازول» نن پنجشنبه د جرمني په فرانکفورت ښار کي وويل چي د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير په پام کي لري چي په دغه مياشت کي هغه افغانان چي د پناه غوښتنه ئې نه ده منل سوې بيرته خپل هيواد ته ئې لېږل پيل کړي.

هغه زیاته کړې ده: «د جرمني د کورنيو چارو وزير څو مياشتي په خپلو خبرو سره افغان مهاجر نامطمين کړي ول او اوس غواړي چي په هره بيه چي کيږي خپله دغه طرحه وآزمويي.»

د پناه غوښتني پلوي سازمان «پرو ازول» د ديميزير هغه لیک خپور کړی دئ چي د جرمني د ايالاتو د کورنيو چارو وزيرانو د کنفرانس مشر کلاوس بويلون، په نوم ئې ليکلی وو.

ديميزير په دغه ليک کي کښلي دي چي د رواني مياشتي په سر کي له افغان چارواکو سره له جرمني څخه د نه منل سوو افغان مهاجرو د بيرته لېږلو په اړه ئې خبري کړي دي او افغان حکومت منلې ده چي خپل مهاجر به بيرته ومني.

د پرو ازول سازمان په خبره ديميزير په دغه لیک کي اعلان کړی دئ چي په روانه مياشت کي بايد يوه الوتکه هغه افغان مهاجر چي د پناه غوښتنه ئې نه ده منل سوې ولېږل سي.

ديميزير د جرمني د ايالاتونو د کورنيو چارو له وزيرانو څخه غوښتي دي چي د هغو افغانانو چي د پناه غوښتنه ئې رد سوې ده ليست ئې دوی ته وسپارل سي.

پرو ازول سازمان د افغانستان ناامنه حالت ته اشاره کړې ده او ويلي ئې دي چي د دغو ناامنيو په خاطر تيرکال د ډېرو افغان مهاجرو د پناه غوښتنه په جرمني کي منل سوې ده.

دوي ويلي دي چي افغان حکومت د خپلو ۳۴ ولايتونو څخه ۳۱ ئې ناامنه بللي دي. يوازي پخپله کابل ته د جرمني د کورنيو چارو د وزير توماس ديميزير د سفر په ورځ په کابل کي په يوه چاودنه کي ۲۰ کسان ووژل سول.

پرو ازول سازمان دغه راز نيوکه کړې ده چي ديميزير په افغانستان کي د داسي يوې خوندي سيمي نوم نه دی ياد کړی چي د بيرته ستنېدونکو مهاجرو خونديتوب دي پکښي تضمين سي.