1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

له افغانستان څخه د ناټو د وتلو لوژیستیکي ستونزې

له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو راایستل د خپل ډول بې نظیره عملیات دي چې له افغانستان څخه د شوروي د ځواکونو او له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د عملیاتو په پرتله ډیر سخت دي.

له افغانستان څخه د ځواکونو راایستل د ناټو له پاره داسي یو ډول عملیات دي چې تر اوسه پورې ئې بل کوم وخت نه دي تر سره کړي. په پلان کې ده چې د ناټو هغه غړي هیوادونه چې افغانستان ته ئې ځواکونه استولي دي په ۲۰۱۴ کال کې له دغه هیواد څخه خپل ځواکونه او پوځي تجهیزات راوباسي. دې کار هغه پنځوس هیوادونه چې افغانستان ته ئې ځواکونه استولي دي له گواښ سره مخامخ کړي دي.

سره ځواک (پخواني شوروي) چې په افغانستان کې ماته خوړلې وو په ۱۹۸۰ کلونو کې باید له افغانستان څخه وتلی وای او باید ئې له دغه هیواد څخه خپل ټول پوځي تجهیزات هم راایستلي وای. شوروي باید هغه وخت خپل پوځي تجهیزات د افغانستان گاونډیو هیوادونو ته چې د شوروي د اتحاد غړي شمیرل کیدل لیږدولي وای.

امریکا متحده ایالاتو هم له عراق څخه خپل ځواکونه کویټ ته واستول. دا هغه سهولت دئ چې امریکا ئې په افغانستان کې نه لري. له عراق څخه کویت ته لیږدول شوي پوځي تجهیزات بیا په پوځي کښتیو کې بار شول او متحده ایالاتو ته ولیږدول شول.

خو په افغانستان کې د ناټو او امریکا پر وړاندې لویې لوژیستیکي ستونزې شتون لري. افغانستان بحري بندر نه لري او پکښي داسی یو سیند هم نه شته چې کښتۍ پکښې وگرځیدلای شي. د افغانستان په شمال کې د اورگاډي پټلۍ یوازې څو کیلو متره اوږد والی لري او سړکونه ئې هم په ډیر بد حالت کې دي.

د دې ټولو ستونزو سربیره لا تر اوسه پورې دا خبره هم نه ده معلومه چې تر ۲۰۱۴ کاله به په افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته رسیدلی وي او که نه. له همدې کبله دا امکان هم شته چې کیدای شي هغه وخت د ناټو پر قطارونو باندې بریدونه هم وشي. ناټو په دې اند ده چې له افغانستان څخه د وسایطو او سرتیرو پرته له خطره راایستل یو ستونزمن کار دئ.

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ویاند کارستن یاکوبسن، وایي چې ناټو له ډیرو لوژیستیکي ستونزو سره لاس او گرایوان ده. هغه زیاتوي: «د موجوده شرایطو په پام کې نیولو سره زه نه شم کولای چې دې ته ورته هیڅ یو بل عملیات په گوته کړم.»

د ناټو د ارزونو له مخې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې ۱۲۲۰۰۰ کانتینرونه او ۷۰۰۰۰ نقلیه وسیلې لري. یوازې د فیض آباد په اډې کې چې پکښې ۲۰۰ الماني سرتیري میشت دي د ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ میلیونو یورو په ارزښت پوځي تجهیزات موجود دي. یوازې یو د دینگو دوه «Dingo 2» په نوم زرهداره موټر ۹۰۰۰۰۰ یورو ارزښت لري. هره «G36» ډوله وسله ۲۰۰۰۰ یورو ارزښت لري.

دا چې په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو څومره وسایط پاته شي لا معلومه نه ده. په دې اړه به د ناټو په راتلونکې غونډه کې چې د مې د میاشتې په ۲۰ او ۲۱ نیټو باندې تر سره کیږي پریکړه وکړي. ښایي په دې غونډه کې معلومه شي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې څومړه بهرني سرتیري او تجهیزات میشت پاته شي.

د هغو وسایطو له ډلې څخه چې افغانستان ته لیږدول شوي دي ښايي ډیر شمیر ئې بیرته له دغه هیواد څخه وایستل شي. دغه وسایط په لاریو کې باریږي او د کراچې بندر ته وړل کیږي خو اوس مهال پاکستان له افغانستان سره د ناټو پر وړاندې خپله پوله تړلې ده. د تیر کال د نومبر په میاشت کې د ناټو او پاکستاني ځواکونو تر منځ تر شخړې وروسته پاکستان څپله پوله د ناټو بر مخ وتړله. په دې بندرې شخړې کې ۲۶ پاکستاني سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اوس نو چې د پاکستان لاره د ناټو پر مخ تړلې ده یوازینۍ لاره چې المان کولای شي ورڅخه د خپلو ځواکونو په راایستلو کې کار واخلي د افغانستان په شمال کې د ازبکستان او تاجکستان هیوادونه دي. افغانستان په دغه سیمه کې د اورگاډي پټلۍ هم لري چې په دې ترتیب سره نو المان کولای شي له همدې لارې په اورگاډي کې خپل تجهیزات پخپله المان ته راورسوي او یا ئې هم لومړی په ریل کې د «ریگا» بندر ته ولیږدوي او تر هغه وروسته ئې په کښتیو کې المان ته راوړي.

یو بل امکان دا دئ چې المان او د ناټو نور غړي له افغانستان څخه خپل ځواکونه او تجهیزات په الوتکو کې ولیږدوي. خو دا لاره نه یوزې دا چې ډیره گرانه تمامیږي بلکه ظرفیت ئې هم محدود دئ. کارپوهانو له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو او تجهیزاتو د راایستولو لگښت په میلیاردونو ډالر اټکل کړی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم