1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

له افغانستان څخه د دوو دیپلوماتانو د ایستلو لاملونه

له افغانستان څخه د اروپا د اتحاديی او د ملګرو ملتو د لوړ پوړو ديپلوماتانو د ايستلو لپاره بیلابیل لاملونه موجود دی.

عليم صديقی په افغانستان کې د ملگرو ملتونو يو وياند

عليم صديقی په افغانستان کې د ملگرو ملتونو يو وياند

یو لامل ښایی د تند لارو اسلام پالونکو په وړاندی د یوی سمی ستراتیژی پر سر د افغانستان د حکومت او هلته د لویدیځی نړی د پوځی مشری د یوی برخی ترمینځ شخړه ایز دریځ وی. سر بیره پر دی بل لامل ښایی د حامد کرزی پر حکومت چی د مخالف ارخ له خوا لویدیځ ته د ډیر زیات سرټیټونکی په توګه ګوت نیونه کیږی، کورنی سیاسی فشار وی.

د اروپا د اتحادی او د ملګرو ملتو دیپلوماتان هر یو، مایکل سمپل او ماروین پیترسن له اوږدی مودی را په دی خوا په افغانستان کی وخت تیر کړی دی او د دغه هیواد له ژبو او دودونو سره له نژدی پیژندګلوی لری. په اتیایمه لسیزه کی د شوروی پرخلاف د مقاومت له وخت څخه تر د طالبانو واکمنی نیمایی پوری هغوی، په خاصه توګه پیترسن، په مختلفو ماموریتونو او د افغانستان په مختلفو سیمو کی په کارونو بوخت ؤ او د دغه هیواد د نامی کارپوهانو څخه شمیرل کیږی. څرنګه چی د افغانستان د څو ټبر ایز ټولنی د کړکیچن سیاسی تحولاتو په هکله د دغو دیپلوماتانو د کارپوه توب په هکله ډیری افغانان هم اعتراف کوی. خو د هغوی سیاسی فعالیتونو باندی د دغه هیواد په دننه کی د ځینی قوتونه بد ګمانه شوی دی. هغوی دغو دوو اروپايیانو باندی د سیاسی خو تکبر تور ولګاوه او هغوی ته یی د « شکمنو کسانو» په سترګه وکتل.

د نوموړو دیبلوماتانو په ایستلو کی کورنی سیاسی فشار هم خپل نقش لوبولی دی. د کرزی حکومت د مخالف اړخ له دی تورونو سره لاس او ګریوان دی چی د هیواد خپلی واکمنی یی له ګواښ سره مخامخه کړی ده. د مخالف اړخ په نظر نړیړاله ټولنه په افغانستان کی ډیر زیات پرانیستی لاس لری. ایساف، د تل پاتی آزادی عملیات، غیر حکومتی سازمانونه او په افغانستان کی د ملګرو ملتو نمایندګی هر یو په خپل وار سره د هیواد خپلواکمنی ته د نه پاملرنی سره عمل کوی. دا هغه تورونه دی چی مخالف اړخ یی د کرزی د حکومت پر خلاف عنوانوی. هغوی وایی : د نړیوالی ټولنی دا ډول کړه او وړه د هغه یو هیواد لپاره ، لکه افغانستان چی دتاریخ په اوږدو کی یی د خپلی خپلواکی څخه ساتنه کړی ده، بی عزتی ده .

خو د افغانستان د خپلواکمنی غوښتنه، په داسی حال کی چی نړیوال پوځی شته والی دوام ولری، د عمل په ډګر پلی کول ښایی ګران کار وی، ځکه دا د افغانستان د حکومت خپله غوښتنه ده چی دغه ځواکونه دی هلته پاتی شی. د بیلګی په توګه: کله چی په تیر اوړی کی د آیساف له خوا د ملکی خلکو د وژنی رپوټونه خپاره شول، د افغانستان د مشرانو جرګی پریکړه وکړه چی د هیواد د اړوندو ارګانونو له خبرتیا څخه پرته دی د آیساف ځواکونه په عملیاتو لاس نه پوری کوی. خو د مشرانو جرګی دغه ډول یوه پریکړه، د آیساف له خوا له پام څخه وغورځول شوه.