د ناټو عمومي منشي او د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما، افغان ځواکونو ته د انتقال پروسې د دريم پړاو هرکلی کړی دئ.
د ناټو مشر اندرس فوغ راسموسن تيره ورځ ناوخته په بروکسل کي وويل، چي دا ددې معني لري چي افغان ځواکونه اوس کولای سي، چي د هيواد د درې پر څلورمي برخي امنيتي مسئوليت پرغاړه واخلي.
هغه زياته کړه، چي په دې سره به د ناټو ځواکونه کرار کرار د افغانستان په ۳۴ ولايتونو او دغه راز د ټولو ولايتونو په مرکزي ښارونو کي امنيتي مسئول افغان ځواک ته ورسپاري:
«په دې سره به افغان ځواک د خپل هيواد د اداري برخي دوه پر دريمه باندي کنترول ولري.»
د راسموسن په خبره دا د افغان او نړيوالو ځواکونو د کوښښونو نتيجه ده چي اوس موږ ورځ تر بلي خپل هدف ته نژدې کيږو.
د ناټو هدف د ۲۰۱۴کال تر پايه پوري افغان امنيتي ځواک ته امنيتي مسئوليت سپارل او له افغانستان څخه د خپلو ټولو جنگي سرتيرو ايستل دئ.
راسموسن زیاته کړه، چي د ۲۰۱۴ کال په پای د انتقال پروسې له ختمېدو سره په افغانستان کي د ناټو ځواکونو جنگي ماموريت هم پای ته رسيږي:
«خو دا زموږ د ماموريت پای نه دئ. ناټو له افغانستان سره پر اوږدمهاله همکاريو باندي حساب کوي او دغه راز به تر ۲۰۱۴ کال وروسته موږ د افغان امنيتي ځواک په روزلو کي پوره ونډه ولرو.»
هغه وويل، چي د رواني مياشتي (می) پر ۲۰-۲۱ نېټه باندي به په شيکاگو کي د ناټو په سرمشريزه کي د نوي ماموريت شکل او اندازه وټاکل سي.
دغه راز د امريکا د متحده ايالاتونو ولسمشر بارک اوباما هم د کابل حکومت له دغه اقدام څخه چي د هيواد د يوې ستري برخي امنيتي مسئوليت پرغاړه اخلي هرکلی کړی دئ او دا ئې يو ډير«مهم گام» بللی دئ.
اوباما په يوه وينا پاڼه کي ويلي دي:«زه د ولسمشر حامد کرزي ددې اقدام هرکلی کوم چي نن ئې په افغانستان کي د انتقال پروسې دريم پړاو اعلان کړ. او په دې سره د خپل هيواد د ډيري برخي امنيتي مسئوليت پر خپله غاړه اخلي. دغه اقدام موږ په افغانستان کي خپلو موخو ته نژدې کوي.»
تيره ورځ افغان حکومت اعلان وکړی چي د امنيتي مسئوليت دريم پړاو پيل او کيدای سي، چي شپږ مياشتي دوام وکړي. په داسي حال کي چي ناټو په يوه سيمه کي د امنيتي مسئوليت د سپارلو له پاره د ۱۲څخه تر ۱۸ مياشتو پوري اړتيا لري.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض