1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

له افغانستانه د امريکايانو وتل، د مرستو کمېدل

له څو کلونو راهیسې امریکایي چارواکي په افغانستان کې د ژوند سطحي د لوړیدو خبري کوي. د ژوند سطحي لوړوالی او په افغانستان کي نور پرمختګونه د هغو میلیاردو ډالرو مرستو له کبله رامنځته شوي دي چي امریکا او نورو نړیوالو کړې دي.

اوس افغانان د طالبانو د واکمنۍ په پرتله په منځنۍ کچه شل کاله ډیر ژوند کوي، اووه میلیونه نور ماشومان ښوونځیو ته ورځي او د دې امکان چې ښځې دې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي، ۸۰ سلنه راکښته شوی دی.

خو د دې امکان چې د راتلونکې کال تر پایه پوري کیدای شي ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي دغه ټولې لاس ته راوړني او پر مختګونه له ګواښ سره مخامخوي. خو که د اوباما اداره ولسمشر کرزی دې خبرې ته قانع کړي چې له امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، نو له دې سره به یو شمیر امریکايي او د ناټو ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

که ولسمشر کرزی له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، دا خبره واضح ده چې واشنګټن به له کابل سره په خپلو مرستو کې په دراماتیک ډول کموالی راولي. په دې سره به مرستندویه موسسي هم له ډیرو ستونزو سره مخامخ سي.

د امریکا متحده ایالاتو د سولې په انستیتیوت کې د افغانستان او پاکستان د څانګې مشر اندریو وایلدر، وایي چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل به ډیري ناوړه پایلي ولري.

که ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي نو د دغه هیواد امنیتي وضعیت به هم خراب شي چې له کبله به یې د امریکا کانګرس افغانستان ته د مرستو په ورکولو کې لاس نور هم تنګ سي. کانګرس لا وختي د ولسمشر کرزي له خوا د امنیتي تړون نه لاسلیکولو په غوسه کړی دی.

په عین حال کې به د افغانستان شرایط په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د پرمختیایي پروګرامونو په پرمخ وړلو کې له ستونزو سره لاس او ګریوان کړي. پر دې سربیره دغه سفارت به دغه راز د خپلو کارکوونکو شمیر هم راکم کړي.

د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تر دې مخکې د خپل هیواد کانګرس ته ویلي ول: «زما په نظر له افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځیانو ایستل، د ټولو مرستو د قطع کیدو په معنا ده.»

تیر کال امریکا متحده ایالاتو او د نړۍ نورو پیاوړو هیوادونو ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به له افغانستان سره ۱۶ میلیارده ډالر مرستې وکړي. ویل شوي ول چې د دغو مرستو نیمایي برخه به پخپله افغان حکومت مصرف کړي. د دغو مرستو د تر لاسه کولو په بدل کې افغان حکومت ژمنه کړې وه چې په حکومتوالۍ کې به ښه والی راولي، اداري فساد به له منځه وړي او له بشري حقونو څخه به دفاع کوي.

په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژیم له ړنګیدو راهیسې امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره ۸۸ میلیارده ډالر مرسته کړې ده. په دغو مرستو کې پخپله د امریکا پوځي لګښتونه شامل نه دي چې اندازه یې تر دې ډیره ده.

واشنګټن او کابل اوس پر یوه امنیتي تړون باندې خبري کوي. د دغه تړون متن وختي لا بشپړ شوی دی چې له مخې یې د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ امریکایي سرتیرو ترمنځ پوځیان تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې په نهو اډو کې میشته کیږي. په اصل کې امریکا متحده ایالاتو غوښتل چې ولسمشر کرزی به دغه تړون د روان کال تر پایه پورې لاسلیک کړي، خو کرزي له دې کاره ډډه وکړه او ویې ویل چې یوازې په هغه صورت کې به دغه تړون لاسلیک کړي چې امریکايي ځواکونه د افغانانو پر کورونو باندې خپل بریدونه پای ته ورسوي او د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

«سخت کار»

د امریکا د نړیوالي پرمختیایي پروګرام یوه لوړپوړي چارواکي لیري سمپلر، په روانه میاشت کې د کانګرس یوې غونډې ته وویل چې که تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې امریکایي ځواکونه میشت هم وي، نو د دې پر ځای چې په دغه هیواد کې نوي پرمختیایي اهداف وټاکل شي، شايد ټوله توجه پر دې خبره باندې وي چې څرنګه کیدای شي سړی د شویو پرمختګونو ساتنه وکړي.

امریکا متحده ایالات او د ناټو نورو غړو هیوادونو لا وختي پریکړه کړې ده چې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونکو کې د ولایتي بیارغوني دفترونه وتړي. په یو شمیر ولایتونو کې دغه کار وختي لا شوی دی او په یو شمیر نورو کې بیا د دفترونو د تړلو له پاره چمتوالی نیول کیږي.

که ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د متحده ایالاتو کانګریس پریکړه وکړي چې له افغانستان سره د خپلو مرستو یوه برخه جاري وساتي، نو امریکا د دغو مرستو د رسولو امکانات لري. امریکايان کیدای شي د ۱۹۸۰ مو کلونو په شان د ګاونډیو هیوادونو له لارې افغانستان ته خپلې مرستې ورسوي.

په عین حال کې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې هم د امریکا د پرمختیایي مرستو اداره USAID کولای شي چې د کوچنيو سازمانونو له لارې له افغانستان سره خپلې مرستې جارې وساتي. خو سمپلر وايي: «که امنیتي تړون لاسلیک نه شي او پریکړه وشي چې ملکي مرستي دوام پیدا کړي، نو دا کار به ډیر سخت وي.»

افغانستان اوس هم ډیرو مرستو اړ اړتیا لري

کار پوهان په دې نظر دي چې له افغانستان سره مرستې کیدای شي چې لږ شي، خو په بشپړه توګه د دغو مرستو قطع کیدل به دغه هیواد له لویو ستونزو سره مخامخ کړي.

په تیرو یوولسو کلونو کې پر ډیرو لګښتونو سربیره، اوس هم افغانستان د نړۍ د ډیرو نادارو هیوادونو په ډله کي دی. یوازې له څلورو څخه یوه برخه افغانان څښاک اوبو ته لاسرسي لري او مرکزی حکومت دومره ضعیفه دی چې کولای نه شي خپله بوديجه تمویل کړي. د کانونو د کیندنې بهیر نه دی پیل شوی او په ټول افغانستان کې د تریاکو د کرلو لړۍ دوام لري. سمپلر وایي: «موږ نه غواړو چې افغانستان په راتلونکو لسو کلونو کې په سویډن باندي بدل شي، موږ غواړو چې افغانستان د بنګله دیش په شان شي.»

په داسې حال کې چې دوبینز ګواښ کړی چې امریکا کیدای شي ان په کابل کې خپل سفارت وتړي، یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې که واشنګټن له ولسمشر کرزي سره د تړون پر لاسلیکولو یوې موافقې ته ونه رسیږي، نو کیدای شي دغه تړون د افغانستان له راتلونکې ولسمشر سره لاسلیک کړي. خو په دې برخه کې هم اصلي پوښتنه دا ده چې آیا واشنګټن به دومر انتظار ستړی نه کړي، او دا چې افغانستان به هم د عراق په برخلیک باندي اخته شي او که نه؟