1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

له آلمان څخه کوم افغان کډوال او تر کومو شرایطو لاندې اخراجیږي

په افغانستان کي امنیتي حالت ښه نه دی. دغه حالت د افغان مهاجرو پر اخراج باندې څه اغیزه کوي؟ د دې او نورو مهمو پوښتنو ځوابونه په دې مضمون کې ولولئ.

آلمان ته په وروستیو وختونو کي څومره افغان کډوال راغلي دي؟

د دې پوښتني په کامل جواب هیڅوک نه پوهیږي. په ایالتونو کي د ثبتولو د لمړنیو مرکزونو د احصاییو پر اساس د ۲۰۱۵م کال له جنوري میاشتي څخه بیا د ۲۰۱۶م کال تر اگست پوري ۱۹۷۰۰۰ افغان نارینه، ښځي او کوچنیان ثبت سوي دي. خو تر اوسه پورې د هغو څخه یوازې ۹۰۰۰۰ کسانو د پناه غوښتنه ورکړې ده. د مهاجرينو د مسایلو کارپوهان وايي چي د دومره ډیر توپیر دلایل دوه دي: لومړی دا چي په دغو مرکزونو کي څو وارې یو تن ثبت سوی دی. خو مهم او دویم دلیل یې دا دی چي ډیر افغان مهاجر مخکي تر دې چي د پناه غوښتني عریضه ورکړي، خپلي لومړی انټرویو ته منتظر وي. هغه ته باید اکثره افغانان ډیر انتظار وباسي. د رسمي ارقامو پر اساس تر سوريایانو وروسته افغانان په دویمه لویه کټه گوري کي راځي چي آلمان ته رغلي دي. او آلمان بیا د بل هر اروپايي هیواد په مقایسه ډیر افغانان قبول کړي هم دي.

ایا ټول افغان کډوال د اخراجیدو له خطر سره مخامخ دي؟

د کورنيو چارو له وزارت څخه ویل شوي دي چي د پناه غوښتني روان بهیر د قانون مطابق په منظم ډول په مخ وړل کیږي. خو د ۹۰۰۰۰ افغانانو تر نیمايي زیاتو د پناه غوښتنه همدا اوس لا رد سوې ده. د آلمان حکومت په دې عقیده دی چي د آلماني پوځ ماموریت په افغانستان کي د ډیر ثبات او امنیت سبب سوی دی. سربیره پر دې له افغانستان سره ډیرې پرمختیايي مرستې هم سوې دي. د کورنيو چارو وزير توماس دېميز، وايي چي په همدې خاطر سړی د دې انتظار هم لري چي خلک په افغانستان کي پاته سي. تر ټولو دمخه بیا د متوسطي طبقې کسانو راتگ نه ځغمل کيږي. د مهاجرو پلوي سازمان پرو ازییول (Pro Asyl) د اټکلونو پر اساس په ځانګړې توګه هغه افغانان ډیر چانس نه لري چي په دې وروستیو وختونو کي یې آلمان ته پناه راوړې وي.

د کورنيو چارو د وزارت د ارقامو پر اساس په ۲۰۱۵م کال کي ۱۱۰۰۰۰ مهاجر اخراج سوي دي. په مجموع کي اروپايي ټولني هم د لس هاوو زرو رد سویو افغانانو د اخراجیدلو پروسه چټکه کړې ده.

ایا امنیتي وضعې ته په کتو سره د افغانانو اجراجیدل نه ځنډول کیږي؟

تر ۲۰۰۵ کال پوري په تقریبأ ټولو ایالتونو کي افغانان نه اخراجیدل. تر هغه وروسته افغان مهاجرو د چارواکو لخوا د «ځغم» په نوم یوه موقتي ویزه تر لاسه کوله چي ډیر اعتبار یې نه درلود. خو له ۲۰۱۴م کال وروسته د آلمان حکومت له افغانانو سره بل ډول چلن کوي. دا په دې معنی چي د افغانستان د حکومت په تفاهم باید د افغانانو اخراجیدل هم عملي بڼه خپله کړي.

ایا د پناه غوښتني په قوانینو کي تغیر راغلی دی؟

اوس هم د آلمان د پناهندگۍ حقوق او د ژنیو د پناه غوښتني کنوانسیون اعتبار لري. خو د مهاجرو پلوي سازمان پرو ازییول څخه برند میسویچ، وايي چي د انټرویو اخیستلو په پروسه کي یو شمیر تغیرات راغلي دي او هغه دا چي د پناه غوښتني پروسه چټکه سوې ده. خو میسویچ د داسي چټکي پروسې او د مهاجرو او کډوالو د ادارې د تصامیمو پر سموالي باندي شک لري. د ده په خبره د آلمان له پاره اوس د خلکو د بیرولو موضوع مطرح ده تر څو لږ کسان آلمان ته پناه راوړي.

د افغانستان حکومت له اخراج سوو افغانانو سره څه ډول چلندکوي؟

د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، د آلمان د حکومت د اخراجیدو له پلانونو سره سخت مخالفت کړی دی. د «ګارډین» د معلوماتو پر اساس آن بلخي د دې سره مخالفت کړی دی چي د افغانستان او جرمني د حکومتونو تر منځ نوی تړون لاسلیک کړي. له دویچه ویله سره په مرکه کي بلخي آن د دې غوښتنه کړې ده چي جرمني دې د افغانستان څخه ډیر مهاجر ومني.

پرو ازییول گمان کوي چي د افغانستان مالي وضعیت دومره خراب دی چي دغه هیواد به تر هغه ډیرو مرستو ته ضرورت پیدا کړي چي اوس په بروکسل کي ورباندي معامله کیږي. په حقیقت کي د آلمان او افغانستان تر منځ د تیري یکشنبې په ورځ د افغانانو د اخراجیدو په هکله یو تړون لاسلیک سو. په تړون کي راغلي دي چي هغوی ته باید ژر پاسپورټونه ورکړل سي، د سفر مصارف پر غاړه واخیستل او په  افغاني هوايی ډګرونو کي دط مخصوص ترمینلونه په اختیار کي ورکړل سي. [ورته تړون له اروپايي ټولنې سره هم لاسلیک سوی دی.]

په افغانستان کي امنیتي حالت څه ډول دی؟

د اروپا محافظه کاره سیاست وال لکه د اروپايي ټولني وکیل میشاييل گالر، په دې عقیده دي چي اخراج سوي افغانانو سره په افغانستان کي غیر انساني چلن نه کیږي او د اعدام له جزأ سره خو هیڅ نه مخامخ کیږي. هغه د مثال په ډول پنجشیر، بامیان او مزار شریف د ډادمنو ولایتونو په توگه یادوي. خو د آلمان حکومت په دې هکله تر اوسه پورې څه نه دي ویلي. د ملگرو ملتو ارقام بیا برعکس بیانوي چي افغانستان د ملکي خلکو له پاره په مخ پر ډیریدونکي ډول خطرناکه ځای دی. که څه هم د افغانستان دوه پر دریمه برخه د افغان حکومت تر اغیزي لاندي ده، خو په عین حال کي بیا طالبان دومره ډیري سیمي په خپل اختیار کي لري چي د ۲۰۰۱م کال راهیسي ساری نه لري. د طالبانو وروستي عملیاتو د دې خبري ښه بیلګه ده.

که څه هم په غیر رسمي ډول دا خبره کیږي چي د افغانستان امنیت سم دی خو بیا هم د ټولو افغانانو له پاره امنیت نه سته. د مثال په ډول د پښتنو له پاره ستونزي ډیري دي. د دې تر څنگ د زرغون گوند د خارجي سیاست د ویاند «امید نوري پور» په خبره د ستنیدونکو افغانانو له پاره کورونه او کار نه سته، په ملکي برخه کي ډیر لږ کاروبار سته او یوازي نظامي اقتصاد قوي دی.

د مهاجر پلوه سازمان پرو ازییول څخه برند میسویچ، د دې شک هم لري چي د اروپا څخه د افغانانو اخراجیدل به د انساني کرامت او بشري حقونو د مراعتولو پر بنا تر سره سي.

ایا تر اوسه پوري په خپله خوښه افغانان وتلي دي؟

د جرمني د مهاجرو او پناه غوښتني د ادارې د معلوماتو پر اساس د ۲۰۱۶م کال د جنوري څخه تر اگست میاشتي پوري ۲۸۲۹ افغانان په خپله خوښه تللي دي او د حکومت څخه یې مالي مرستي تر لاسه کړي دي.

DW.COM