سوريه: د م . م . د مرستې کاروان جنګ ځپلي ښار ته رسیدلی
د ملګرو ملتونو او سره صليب د مرستې يو کاروان د سوریې راستان ښار ته چې د ياغيانو په ولکې کې دی، رسیدلی دی. د ملګرو ملتونو له خوا ويل شوي چې دا لومړۍ مرستې دي چې په نوامبر میاشت کې د جګړې له لیکې څخه تیريږي. په هومز ايالت کې پروت راستان ښار چې کابو ۱۱۰ زره انسانان پکښې ژوند کوي او شا او خوا کليو ته په جولايي میاشت کې په وروستي ځل مرستندويه توکي رسيدلي ول.