پاکستان وايي د هندي عسکروپه ډزو کې درې تنه وژل شوي
پاکستان پر هند د يوه پولیس په ګډون د دريو تنو د وژلو او څلورو د ټپي کولو تور لګولی. يوه ځاي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د دوشنبې په ورځ په نکيال سيمه کې د سرحد له بلې غاړې څخه د هندي عسکرو د ډزو په نتيجه کې يو پوليس، يو نارينه او يوه ښځه ووژل شول. دغه چارواکي زياته کړه چې په نيلم دره کې هم د هندي عسکرو په ډزو کې درې تنه تپيان شوي دي.