1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

قمرګل، له طراوت څخه ډک ‎ګل

لس یوولس کاله شوي ول، چې د کابل د تازه خاوري بوی نه و ورباندي لګېدلی. خو د شپې له خوا به ئې خیالي د خوبونو په بېړۍ کې ځان دغو عطرونو ته رساوه. د شپې چوپتیا ئې د ورسره ملو خاطرو له پاره مهربانه کوربه وه.

خپل پړونی په دواړو لاسونو ټینګ نیسي؛ باید استواره و اوسي. کلونه ئې له ځانه پوښتلي وه: «شي به چې بیا هغه آشنا کاته په ژوندو ووینم!؟»

غواړي پر ودانۍ له را چاپېرو دیوالونو ور دننه شي، سرتېري اجازه نه ورکوي. وایي، پوره دېرش کاله به هر مهال چې دلته راتله، چا ئې مخه نه نیوله. سرتېری پوښتنه ځني کوي: «مورجاني! څه غواړې؟ دلته راډیو ده؟»

عجیبه زمانه شوه! یو څوک غواړي، ستا خپل کور تا ته در وپېژني! سرتیري، چې ګوري هغه لا همداسي ولاړه ده، وایي: «دا لاره ئې تړلې ده! له بلې لاري ولاړه شه!» وایي: «بچیه تل له همدې لاري ننوتې یم، زه په بله لاره بلده نه یم.»

خپل قوماندان ته زنګ وهي: «یوه مېرمن غواړي له پخوانۍ لاري رادیو ته ننوځي، هرڅه چې ورته وایو، له بلي لاري ولاړه شه، هغه زموږ پر خبرو غوږ نه نيسي» وایي: «نوم ئې و پوښتئ!» سرتیري پوښتي: «موري نوم دي څه دئ؟»

«قمرګل»

قومندان: «... قمرګل؟... قمرګل!... زه سپینه کوتره یم اوچته پروازونه کړم... پرېږده، چې له همدې پخوانۍ لاري راشي. دا ځای د هغې کور دئ.»

ورو ګام دننه ږدي. ډېر څه بدل شوي دي، خو دغه پاکه او آشنا خاوره، لا هم هماغه آشنا بوی ورکوي. له شوقه ډکي سترګي ئې په دهلېزونو کي د آشنا څېرو په لټه کې دي. د موسیقۍ د سرلارو عکسونه پر دیوالونو را ځړېدلي دي. هلته... آه...سرآهنګ ولاړ دئ!

داسي برېښي، چې د استاد سترګي غواړي څه په یاد راوړي:

د کنسرت ورکولو له پاره په کندهار کې وه. هغه د هغو هنروالو، چې د شهرت آوازې ئې هري خوا خپرې وې، د یوې لویې ډلي د شوق له کاروان سره په دغه سفر تللې وه.

یو پروګرام په بل پسې ترسره کېده. د شپې له خوا چي به د موسیقۍ لارویانو غوښتل تر پرله پسې پروګرام ورکولو وروسته، څو شېبې ستړیا وشړي، نو سره راټول به شول او په وېلو اورېدلو او د پرو(قطعو) په لوبه به ئې خپل بانډار تود کړ.

د ننګرهار سپینه کوتره

۱۳۲۶ م لمریز کال وو، چې د ننګرهار ولایت د شیګي ولسوالۍ د بازارک په کلي کې «شکریې» د کورنۍ د یوازینۍ لور په توګه دې نړۍ ته سترګې را وغړولې. «ګلشیرین» پلار ئې، په جلال آباد کې له نوموتي هنروال «بابو» سره طبله وهله.

موسیقي به چې ښه په جوش کې شوه؛ نو بیا به ګلشیرین له زرو جوړ زنګونه په لاس وتړل او بیا به ئې په ځانګړو ولولو سره طبلې ته درب ورکاوه او مجلس ته به ئې نوی جوش ور باخښه. هغه په زلمیتوب کې ناروغ شو، له هغه وروسته ساه بندۍ سازکولو ته نه پرېنښود؛ پنځوس کلونه ئې لا نه وه پوري کړي، چې مرگ له ګریوانه ونیو او د مځکي په غېږ ئې وړکړ.

شکریې شپږ وروڼه لرل. «خان شیرین» ئې مشر ورور وو، چې هم به ئې سازي الې غږولې او هم به ئې سندري وېلې. نوریه مور ئې په پیغلتوب کې د چیچک په ناروغۍ اخته وه، دا چې هغه مهال په کور دننه کي ددغي ناروغۍ درملنه ناشونې وه؛ نو د سترګو رڼا ئې هم له لاسه ورکړه. بیا تر هغو چې ساه پکښي چلېده، وېل به یې: « زه د نړۍ هغه تر ټولو کمبخته موریم، چې د خپلو اولادونو لیدل مې په نصیب نه شول.»

شکریه د کور یوازینۍ نجلۍ وه، ځکه ټولو نازوله. څه مهال وروسته ئې د پلار د آنا«حسین بي بي» نوم ورباندي کښېښود. هغه د محرم په مېاشت کي پېدا شوې وه، او دا نوم ئې د امام حسین په درنښت، په «نذري» ډول پرهغې کښېښود.

حسین بي بي له هماغه ماشومتوبه د ښو غږونو او ترنومونو په وړاندي حساسه وه. هغې لا موسیقي نه پېژندله. د هغې به چې د یوه الوتونکي ښایسته غږ ته ور پام شو؛ نو پوه به شوه، چې زړه ئې اورېدلو ته کېږي. په هغو ورځو شپو کې همدا د الوتونکو د غږونو بې متنه موسیقي او د بلبلانو د غږونو سپیني کوډي د هغې له پاره بې شانه موسیقي جوړوله.

وروسته ئې پام شو، چې پلار او ورور ئې په ساز او آواز کې لاس لري؛ نو بیا په هغه ستر کهکشان کې راویښه شوه، چې موسیقي ئې وړوکی نوم وو. هغه څه به ئې چې خیال او ذهن ته راتلل، نو په خپل وړوکي؛ خو طلایي ستوني سره به ئې رنګین ترنم ترې جوړاوه. زړه به ئې همداسي تنګ شو، او غږ به ئې خپلې څپې لوړي کړې... آن چې نور انسانان به ئې را ویښ کړل.

د نورو ور پام شو، چې د هغې غږ پر سړي ښه لګېږي. هغوی به ورڅخه بیا بیا زمزمه غوښته او هغې به بیا زمزمه جوړه کړه. ګاونډیان هم پوه شول، چې ددې ګاونډۍ نجلۍ په آواز کې لوی هنر پټ دئ.

په هغو ورځو کې د هغوی کورنۍ د بازارک له کلي جلال آباد ښار ته را کډه شوه. د هغې د سندرو وېلو اوازه په ټوله سیمه کي خپره شوه. هماغه وه، چې د ښځینه وو یوه محفل ته ئې وروبلله. د ښځو له محفلونو ئې د غږ شهرت د باندي ووت. بدنیتو ئې پلار ته ووېل، چې لور ئې ډمه شوې ده، په پښو زنګونه تړي او د سندرو وېلو پر مهال ورسره ايشله کوي.

یوه ورځ ئې چې له ارواښاد رحیم غمزده سره ئې یو ځای سندري ويلې، پلار ئې د خلکو د خبرو د دروغ او رښتیا معلومولو په خاطر څادر پر سر او مخ را تاو کړ او پټ محفل ته ننوت. په سبا سهار ئې پام شو، چې د پلار لیده کاته ئې د نورو ورځو په شان نه دي. له پلاره ئې وپوښتل، تاسو خپه یاست؟ پلار د تېرې شپې د محفل کیسه وکړه او بیا ئې زیاته کړه:

« تېره شپه مي ډېر وژړل. یو په دې چې وګوره څه آواز خدای در کړی دئ. او بل په دې چې ووېرېدم خپلوان په دې خاطر چې ولي ښځه د نورو په مخکي سندري وايي، تا راته مړه نه کړي.»

پلار د خپلوانو ګواښونه زغمل. اکا ئې له پلار سره اړیکه وشلوله. د پلار ځواب ئې ساده وو: «که وروري کوې؛ نو بسم الله؛ که ئې نه کوئ، په مخه مو ښه.» هغه دیارلس کلنه وه. خلکو دا نوې هنرواله څېره له پېژندلو سره سم ښه وستاېله. په هماغه جشن کې وه، چې د هغه مهال د جلال آباد ښاروال ورته د «قمرګل» هنري نوم غوره کړ.

په راډیو افغانستان کې د هغې لومړنۍ ثبت شوې سندره دا وه:

"په ما مېینه سترګي دې سرې دي/ نن دې ډېر ژړلي دینه"

خو هغه سندره، چې راډیو ته د راتللو په هماغه لومړي کال کي ئې د هغې د شهرت له پاره لاره اواره کړه؛ هماغه سندره ده، چې تر نن پوري په بیا بیا ځل وېل شوې ده او لا هم اورېدل کېږي:

"زه انتظار کوومه ستا د سترګو/ ولي فنا شوې ته زما د سترګو"

دغه سندره په لومړۍ پلا د ډېورنډ پولي هاخوا پښتو ژبې سندرغاړي ګلنار بیګم وېلې وه؛ خو قمرګل بیا په خپل ځانګړي انداز سره سندري ته نوی خوند ورکړ.

د موسیقۍ مشهور استاذان د پښتو ژبي شاعر نصرالله حافظ کره را غونډ شوي وه او هلته وه، چې محمد دین زاخیل قمرګله په شاګردۍ ومنله. لومړنۍ سندره چې زاخیل ورته جوړه کړه، داسي پېلېده:

«زه چې په تورو سترګو تور رانجه کړم پوري موري...»

څه وخت چې تېر شو؛ نو زاخېل له هغې د واده غوښتنه وکړه. او ورته وئې ویل، دا چې د موسیقۍ د کارونو له لامله ډېري مهال دواړه یو ځای لیدل کېږو؛ نو خلک ښایي بدې تبصرې وکړي؛ نو ښه دا ده، چې سره ګډ ژوند جوړ کړو. قمرګل له خپلو وروڼو سره سلا مشوره وکړه؛ خو هغوی ورته ووېل، چې زاخیل بېوزلی دئ، په یوه باجه باندي به څرنګه خپل ژوند کړي؟

خو هغې خپله پرېکړه کړې وه. په ۱۳۴۹ کال ئې له محمد دین زاخیل سره واده وکړ. او تر ۱۳۶۸ کاله پورې، چې د زړه ناروغۍ د زاخیل سترګې ورپټولې، دواړو خپلي خوښۍ او غمونه سره ګډ تېرول. دا هم د قمرګل او هم د زاخېل له پاره د هغوی دوهم واده وو. قمرګل له خپل لومړي واده څخه چې د اکا له زوی سره ئې کړی وو، یو ماشوم درلود. له زاخېل سره د ګډ ژوندانه پرمهال ئې څلور نور زامن او درې لوڼي دنیا ته راوړي. قمر ګل وایي:

«د ټولو اووه سوه او دېرشو سندرو له جملې څخه، چې ما ویلي دي، دا سندره مي ډېره خوښېږي. ۱۳۶۳ لمریز کال وه. زاخیل د ناروغۍ په بستر کې پروت وو، همالته ئې دا شعر او کمپوز راته جوړ کړ: څنګه مینه زما و ستا وه، څنګه هیر شو د یو بل نه...»

قمرګل زیاتوي: «هغه همداسي ناروغ وو، چې ما دا سندره ثبت کړه. دا د محمد دین زاخېل وروستی شعر او وروستۍ سندره وه، چې جوړه ئې کړه. څو ورځې وروسته، هغه ځان د هستۍ خاوند ته وسپاره. ارواښاد احمد ظاهر غوښتل چې یو ګډ کسټ ثبت کړو. زاخېل وېلي وه، چې کمپوزونه به ئې جوړوي او استاذ سرمست ئې موسیقي جوړول پر غاړه اخستي وه. موږ د ګلزمان یو کمپوز، چې احمدظاهر دمخه هم ویلي ول، تمرین کړ: اوبه درته راوړم، سابه درته پاخم... په هماغه اوونۍ، کي چې موږ غوښتل دغه سندره ثبت کړو، احمدظاهر ئې وواژه. هغه ما ته مورجانه ویل.»

د هغو مېرمنو په منځ کې چې په پښتو سندري وایي، قمرګل یو بل پېل دئ. تر هغې دمخه پروین، رخشانې او آزادي او ښایي هم ځينو نورو ښځمنو سندرغاړو، د راډیو له څپو د خپلو نورو سندرو په منځ کې، په پښتو ژبه هم څو سندري وېلي وي. خو هغه سندري د هغوی د کار یوه وړه څنډه بللای شو. خو له قمرګلې سره، د پښتو ژبې ویونکو سندرغاړو موسیقۍ ښه را ژوندۍ شوه.

قمرگل اوس د کاناډا هيواد په تورنتو کي ژوند کوي. هغې ښوونځی نه دئ لوستی او د ډيرو افغانانو په شان ئې د خپل زېږون دقیق کال هم نه شي ويلای؛ خو هغې داسي کار تر سره کړی دئ، چې په هرڅه پوه ډېر وګړي ئې د هغه په تر سره کولو کې پاته راځي. هغې که عشق یاد کړی دئ یا سوله پر خوله راوړي؛ نو په مینه او رښتینولۍ ئې راوړي. دا حقیقت د هغې په ډېرو سندرو کي اورېدلای او حس کولای شو.

يما ناشر يکمنش/ سمندر وفا
کتونکی: نجيب الله زيارمل