1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

قاضي د مبارک له محاکمې څخه لاس په سر شو

په مصر کې د پخواني ولسمشر، حسني مبارک، په وړاندې محاکمه په يوې حيرانوونکې پېښې سره پيل شوه: له پيل څخه څو دقيقو وروسته قاضي لاس په سر شو او ويې ويل چې دی ځان بې طرفه نه ګڼي.

Egyptian medics and army personnel escort former Egyptian President Hosni Mubarak from a helicopter ambulance after it landed at Maadi Military Hospital following a hearing in his retrial in Cairo, Egypt, Saturday, April 13, 2013. Egypt's highest court in January ordered a retrial for Mubarak, for failing to stop the killing of 900 protestors in the 2011 unrest that ousted him, after accepting an appeal against his life sentence, citing procedural failings. (AP Photo/ Amr Nabil)

Ägypten Kairo Mubarak erneut vor Gericht

مشر قاضي، مصطفی حسن، د محاکمې په لومړۍ ورځ د مصر د پخواني واکمن په وړاندې د حقوقي قضيې څخه لاس په سر شو او ويې ويل چې دی ځان «زړه نا زړه» بولي او نه غواړي چې نوې محاکمه مخ ته بوزي. له دې وروسته قاضي مصطفی حسن قضيه د استناف محکمې ته ور وړاندې کړه چې هغه بايد اوس يوې بلې محکې ته دنده وسپاري. دا چې محاکمه به کله دوام ومومي، لا څرګنده نه ده.

مبارک د محکمې په تالار کې حاضر و کله چې دغه پرېکړه اعلان شوه. دا له کابو يوه کال راهيسې لومړی ځل و چې دی بېرته راڅرګند شوی و. دا چې روغتيايي حالت يې ښه نه و، نو معلومه نه وه چې دی به پخپله د محکمې په وړاندې حاضريږي، که نه. دی په يو کټ کې د محکمې تالار ته راوړل شو.

د ۸۴ کلن پخواني واکمن تر څنګ د ده د کورنيو چارو وزير، حبيب العدلي او شپږ لوړپوړي امنيتي چارواکي د ۸۴۶ مظاهره چيانو په وژلو کې د لاس لرلو په تور محکمې ته حاضريږي. د مبارک د زامنو، جمال او اعلا په وړاندې هم د هغوی د پلار په څېر، د اداري فساد او له دولتي دندې څخه د ناوړې ګټې اخيستنې په تور څېړنې دوام لري.

مبارک د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه له څو اوونيو خونړيو لاريونونو وروسته راوپرځول شو. دی او العدلي ونيول او پروسږ کال له يوې لس مياشتنۍ محاکمې وروسته په عمري بند محکوم شول.

حکم په محاکمه کې د غلطيو له کبله لغو شو

قاضيانو ومنله چې مبارک د ۱۸ ورځني انقلاب په ترڅ کې د ۸۴۶ مظاهره چيانو په وژلو کې لاس درلود. دغه حکم د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه په محاکمه کې د نيمګړتياو له کبله لغو اعلان شو.

مبارک او العدلي د آزادېدو تمه لري. مخالفين يې د مرګ حکم ورته غواړي چې ښايي دغه غوښتنه عملي نه شي. د مصر د قوانينو مطابق بايد د تېرې محاکمې د حکم په پرتله نوی حکم لا پسې سخت نه وي.