1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

لوبي

فټبال انسانان سره نژدې کوي

بلاخره هغه لحظه راورسيده ،چي د نړۍ رنگين هيواد ،جنوبي افريقا د فټبال نړيوالي اتلولۍ ته ښه راغلاست ووايي . ټوله جنوبي افريقا د فټبال په تخيل کښي غرقه ده

default

که هغه د يوهانس بورگ په شاوخوا ، يا د سکر سيټي سټوډيم ته پر لاري او يا هم هلته وي ، هر ځای خوشالۍ دي .

يو جنوبي افريقانر وايي

« زما تر ټولو لويه آرزو په حقيقت بدله سوه . ټول ملت سره يودی ، دا ډيره ښه حالت دی .»

يو بل بيا وايي ،

«زه ډيرهيجاني يم . تر اوسه پوري ما فټبال يوازي احساساوه، خو اوس د هغه سره ډيره علاقه لرم . »

د فټبال نړيواله اتلولي په رنگارنگو پروگرامو سره شروع سول ، په موسيقۍ، ډانس،اوددغي اتلولۍ په مخصوص موزيک سره .

خو اوس به راسو د جمعې دورځي دواړو مسابقو ته :

د فټبال دنړيوالي اتلولۍ په پرانيستونکې مسابقه کښي جنوبي افريقا د مکسيکو په مقابل کي يو پر يو ،مساوي سول . پداسي حال کښي چه په اوله کښي جنوبي افريقاد يوه گول په لگولو سره تر ډيره وخته پوري مخته وه .

جالبه داده چي دفټبال دنړيوالو مسابقو په جريان کښي هيڅ وخت يوه ميلمه پال هيواد پرانيستونکې مسابقه نه ده بايللې ،چي دادی جنوبي افريقاهم په هغه کښي ورشامله سوه .

دټولي مسابقې په جريان کښي د جنوبي افريقا د ټيم طرفدارانو د خپل ټيم په گټه بيحده ډيري نارې او چيغي جوړي کړي وې

د مسابقې په جريان کښي آرام وختونه ډير لږ وه ، او يوازي په ۳۸ دقيقه کښي د يوه لږ وخت دپاره نارې بندي سوې ،او د احتجاج په ډول اوازونه پورته سول .

دا هغه وخت ؤ، چي مکسيکو خپل حريف جنوبي افريقا ته گول ورکی ، خو دواړو ريفړيانو په حقه سره تصميم ونيوی ، چه هغه آفسايډ دی ، او په دې ډول د جنوبي افريقا د ملي ټيم طرفدارانو يو وار بيا په خوشاليو او نارو شروع وکړه . مسابقه نو په دې ډول د ميدان تر نيمايي پوري مساوي پاته سول ، چي دا د جنوبي افريقا ډيره په گټه وه ، ځکه چي حريف يې مکسيکو چانسونه يو په بل پسې دلاسه ورکول .

No Flash Fußball WM Weltmeisterschaft Südafrika Mexiko

کله چي په ۵۵ دقيقه کي د جنوبي افريقا سنټر آف شه به لالا په ۵۵ دقيق کښي په يوه ډير قوي شوټ سره د ۲۰۱۰ کال د فټبال دنړيوالي اتلولۍ لمړنی گول ولگاوه ،نو د جنوبي افريقادملي ټيم د طرفدارانو نارې هيڅ نه دريدلې، تر دې حده چي د تحمل وړ نه وې .

مکسيکويانو پدې گول سره شوک وخوړی ، او تقريبأ ۲۰ دقيقې يې پرله پسې پر گول باندي حملې وکړې ، تر څو چه پر دې بريالي سول چه په ۷۹ مه دقيقه کښي مارکيس گول ولگاوه ، او لوبه يو پر يو سول .

خو د ژيړکميسو نارې بيا هم بندي نسوې . د مسابقې تر ختميدو يوه دقيقه

دمخه حتی جنوبي افريقايانو نژدې ؤ، چه بل گول هم لگولی وای . اوس نو ټول پوهيدل چي جنوبي افريقايانو چي په خپل هيواد کښي يې نړيوالي مسابقې په ډيري عصاب خرابۍ سره شروع کړي دي ، کولای سي د خپلو طرفدارانوپه ملاتړ د فټبال ښې مسابقې هم تر سره کي .

د فټبال ددغي مسابقې په باب مي په اروپا کښي د افغانستان د ملي کميټې دنماينده ، او د ورزشکارانو د سرتاسري کميټې د مسؤل ښاغلي همايون طاهر څخه ددغی مسابقې په باب پوښتنی کړي دی

د جرمني ملي ټيم چي په دغو مسابقو کښي گډون کوي ، پرانيستونکې مسابقه يې په گډه سره په هوټل کښي وليدل ، خو بيا په سټوډيم کښي يو مهم نفر کمبود ؤ ، يعني نيلسن مانديلا ،د جنوبي افريقا لمړنی تور پوستی جمهوررييس ، او په هيواد کښي دپخلايني لوی شخصيت .

کله چي دده ۱۳ کلنه کړوسۍ دموټر په يوه ټکر کښي مړه سوه ، تر هغه وروسته يې وويل ، چه په پرانيستونکو مراسمو کي گډون نه کوي .

ښاغلي همايون طاهر بيا د افغانستان د فټبال د اوسني حالت په باب وايي ،

نوراځۍ پخپله افغانستان ته ولاړسو او هلته د فټبال د شوقيانو خصوصأ هراتيانو دا واورو :

د فټبال د نړيوالي اتلولۍ دوهمه مسابقه چه هغه هم د جمعې په ورځ تر سره سول ، اوروگوای د فرانسې سره مخامخ سول . خو ددغي مسابقې په اوله نيمايي کښي ډيري لږ هيجاني صحنې وې .

فرانسويانو لکه دامادگۍ نيولو په مسابقو کښي نامطمينه او په بيري او وارخطايي سره بازي کوله .

يوازني کس فرانک ريبيري ؤ، چه په چپه خوا کښي يې وارخطايي رامنځته کړې وه ، خو په عين حال کي د جرمني د بايرن مونشن د ټيم دغه فارورډ د ميدان په منځ کښي ملگری نه درلودی چي د گول کولو امکانات رامنځته کي .

د اوروگوای ټيم بيا خپله ټوله پاملرنه دې ته راگرزولې وه ، چه د گول خوړلو مخنيوی وکي .

د مسابقې په دوهمه نيمايي کښي هم چنداني تغير رانغی ، او يوازي د مسابقې په آخره کښي فرانسې خپل فشار زياد کی .

د فرانسې د ملي ټيم ټرينر ډومينيش دوه نور فټبالران هينري او مالودا ميدان ته راداخل کړل ، خو دغه کار هم ددې سبب نسو ، چي د گول کولو يو واقعي چانس رامنځته سي .

په ۸۲ دقيقه کښي د اوروگوای دټيم څخه نيکولاس لودايرا ژيړ /سور کارټ واخيستۍ ، او يو نفر يې کم سو ، خو دوی بياهم خپل گول په لسو نفرو سره وساتی ، او تر پايه پوري گول ونه لگيدی ، اوپه ۹۰ مه دقيقه کښي د شپيلک په وهلو سره مسابقه صفر پر صفر پای ته ورسيدل .

ددغي مسابقې په باب زموږ کار پوه ښاغلي همايون طاهر داسي وايي ،

سبا به د فټبال په نړيواله اتلولي کښي جنوبي کوريا د يونان، ارجنټاين د نايجريا او انگلستان د امريکا په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو .

ليکونکی : محمد قاسم نوري

کتونکی : سفيع الله ابراهيم خيل