1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

فرزاد لاسونه نه لري، خو له ډیرو ښه ژوند کوي

فرزاد ګل دواړه لاسونه نه لري خو د ژوند ټولې چاروې په ښه توګه پر مخ وړي. هغه نه یوازې دا چې پر خپلې کورنۍ بوج نه دی بلکه د یوه فعاله غړي په توګه یې مسوولیتونو ته اوږده ورکړې.

فرزاد ګل دواړه لاسونه نه لري خو د ژوند ټولې چاروې په ښه توګه پر مخ وړي. هغه نه یوازې دا چې پر خپلې کورنۍ بوج نه دی بلکه د یوه فعاله غړي په توګه یې مسوولیتونو ته اوږده ورکړې.

د فرزاد غږ دلته واورئ.

هغه لاسونه نه لري، خو خپلې ټولې چارې په خپله پر مخ وړي. ۲۶ کلن فرزاد ګل د ختیځ ولایت ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې اوسیږي او د لاسونو پر نه لرلو سربیره هم د ځان له پاره د یوه ښه ژوند پر جوړولو توانیدلی دی: «زما لاسونه مورزادي نه شته. زه هرکار په پښو کوم او له بل څه نه غواړم.»

فرزاد نه یوازې دا چې پر خپلې کورنۍ باندې بوج نه دي بلکه د خپل کور د لګښتونو په برابرولو کې له نورو غړو سره اوږه هم ورکوي.

نوموړی خوراک، څښاک، د جامو بدلول، دوکانداري او ګڼ نور کارونه په دواړو پښو کوي، داسې چې فکر یې هم نه کیږي.
هغه د خپل کور مخې ته په یوه کوچني دوکان کې د نورې سودا ترڅنګ کتابچې او قلمونه په دې هیله پلوري چې، ګوندې د کلي ماشومان یې لوستي رالوی شي: «دلته څنګ کې راسره نږدې مکتب دی. ما خپله سبق نه دی ویلي خو شوق مې ورسره دی چې نور د کلي ماشومان سبق زده کړي نو له همدې امله مې کتابونه او کتابچې هم خپل دوکان ته راوړي دي.»

د کورنۍ فعاله غړی

د فرزاد ګل پلار ریدي ګل، وايي چې زوی یې پر دوی نه دی بار بلکه له دوی سره د ژوند په ټولو چارو کې مرسته کوي: «د روغ بنیادم په شان له ما سره مرسته کوي. دوکانداري کوي او دلته ناست وي سوال ځواب کوي.»

د افغانستان په څیر وروسته پاتې ټولنو کې د فرزاد ګل په څیر معلولینو له پاره ژوند کول یو څه ستونزمن وي خو دی بیا خلکو ته ښيي چې څرنګه د ژوند له کړاونو سره مبارزه وکړي.

د کلي د یوه بل اوسیدونکي شینواری خان له پاره فرزاد د یوه اتل بیلګه ده. هغه وايي: «موږ داسې ځوانان لیدلي چې روغ رمټ وي او کار نه کوي او وایي چې مریض یم. خو د ده دواړه لاسونه نه شته او بیا یې هم مبارزه پیل کړې.»

د لاسونو ارمان

که څه هم فرزاد د ژوند په ډیرو چارو کې ستونزې نه لري، خو د دوو ماشومانو دغه پلار وایي چې که یې لاسونه لرلای نو د خپلو ماشومانو ښه پالنه به یې کړي وای، هغوی به یې له لاسه نیولي وای او ورسره به یې مینه کړي وای.

هغه وایي: «کله چې یو کس ووینم چې یو ښه کار په لاسونو کوي، نو ما ته افسوس راشي، چې که زما لاسونه وای او دا کار ما کړی وای، نو دې وخت کې ماته خفګان راشي.»

DW.COM