1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

فرانکفورت د نړۍ د تر ټولو لوې نندارتون کوربه

هر کال د اکتوبر په میاشت کې په رزګونه د کتابونو چاپوونکي، پلورونکي، لیکوالان، مینه وال او نور خلک د فرانکفورت ښار ته راځي ترڅو دلته د کتابونو له نړیوال نندارتون څخه یا خو لیدنه وکړي او یا خو خپل کتابونه ننداری ته کیږي.

د فرانکفورت د کتابونو نندارتون ډیر زوړ تاریخ لري

د فرانکفورت د کتابونو نندارتون ډیر زوړ تاریخ لري

که څه هم د نړۍ په نورو برخو کې هم د کتابونو ډیری نندارتونونه جوړیږي خو د فرانکفورت د کتابونو نندارتون بي ساری دی. ډیری بریتانیاویان او فرانسه ویان په خپلو هیوادونو کې په ترسره کیدونکو نندارتونو کې ونډه نه اخلي خو د فرانکفورت د کتابونو نندارتو ته ځان رسوي.

دا چې د فرانکفورت د کتابونو نندارتون سره دومره مینه ولې شتون لري، د دغې پوښتني ځواب په تاریخ کې پیدا کیدای شي.

لیکل شوي کتابونه د منځیني کلونو څخه را په دیخوا په فرانکفورت کې معامله کیدل. کله چې یوهانس ګوتنبرګ په پیځه لسمي پیړۍ کې د کتابونو د چاپ ماشین د فرانکفورت ښار ته نږدي په ماینز کې اختراع کړ، هغه فرانکفورت ته د خپلو محصولاتو د پلورلو په موخه راغی. آن هغه وخت د اروپا د نورو هیوادونه څخه د کتابونو تجاران فرانکفورت ته راتلل ترڅو کتابونه راونیسي.

د ځینو دلایلو له وجې بیا په اتلسمی پیړۍ کې د فرانکفورت د کتابونو نندارتونونه او ډیری پلورنځایونه وتړل شول خو په ۱۹۴۹ کال کې د آلمان د کتاب پلورونکو او چاپوونکو انجمن پریکړه وکړه چې په فرانکفورت کې یو ځل بیا د کتابونو نندارتو پرانیزي.

دغه نندارتون په کم وخت کې ډیره وده وکړه. په ۱۹۶۴ کال کې د دغه نندارتو د په لاره اچولو په موخه یو ځانګړې کمپنۍ جوړه شوه ترڅو د فرانکفورت د کتابونو نندارتون ته یوه نړیواله بڼه ورکړي. د فرانکفورت د کتابونو په نندارتون کې نه یوازې د اروپا څخه بلکه د ټولې نړۍ څخه کتاب چاپوونکو او لیکونکو ونډه اخیستله.

اوس د فرانکفورت د کتابونو په نندارتون کې هر کال د ۷۰۰۰ څخه ډیرې کمپنۍ د نړی له ۱۰۰ هیوادونو څخه ګډون کوي. د فرانکفورت د نندارتون د بریاليتوب یو لامل د دغه نندارتونو د جوړونکو ښه مدیریت دی چې هڅه کوي ځان د ادب په برخې کې د نوښتونو سره عیار کړي.

د فرانکفورت د کتابونو نندارتون هر کال پر یوي خاصي موضوع ډیر ټینګار کوي چې سږ کال یې دغه موضوع د کتابونو الکترونیکي کیدل ټالکي ده.

اوس مهال د دغه نندارتون تر ټولو لویه ستونزه د کافي پیریدونکو نه شتون دی چې جوړونکې یې د له منځه وړلو په هڅه کې دي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: نسیم صابر

DW.COM