1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

فرانسې په افغانستان کې خپل جنگي ماموریت پای ته ورساوه

فرانسې د سه شنبې په ورځ په رسمي توگه په افغانستان کې خپل جنگي ماموریت پای ته ورساوه. د فرانسې د هیواد وروستي ۴۰۰ سرتیري نن سهار له کاپیسا ولایت څخه د کابل په لور وخوځیدل. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له افغانستان څخه د دغه سرتیرو د راوتلو موده له ټاکل شوې مودې څخه یو کال تر مخه یعنې ۲۰۱۲م کال ته رامخکې کړه. تر دې دمخه د جولایي په میاشت کې فرانسوي سرتیرو په رسمي توگه د کاپیسا ولایت امنیتي مسئولیت افغان ځواکونو ته سپارلی وو.

زیاته شوې ده چې د ټولو ځواکونو تر وتلو وروسته به ۵۰۰ فرانسوي سرتیري د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې له پاره په افغانستان کې پاتې شي، خو په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې دغه روزونکي به د څومره مودې له پاره په افغانستان کې میشت وي. د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولا سرکوزي، له افغانستان څخه د فرانسوي سرتیرو د راایستلو نیټه د ۲۰۱۳م کال پای ټاکلې وه، خو اولاند دغه نیټه یو کال نوره هم رامخې ته کړه.