1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

غیرقانوني ښکار، ونې وهنه او کېندنې هرکال په میلیاردو ډالره زیان اړوي»

د م.م. او بین المللي پولیسو د یوه تازه رپوټ له مخې په نړیواله کچه د جنایتکاره ډلو له خوا د غیرقانوني ښکار، ونو پریکولو او کانونو کېندنې له درکه هر کال نړيوال اقتصادی ته تر دوه نیم سوه میلیارده ډالرو ډیر زیان اوړي.

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د روټرز خبري آژانس څخه ترلاسه شوو رپوټو په حواله په نړیواله کچه د مختلفو انواعو حیواناتو ښکار، په غیرقانوني توگه د ونو پریکول او بې له اجازې څخه د کانونو کیندنه هغه جرایم دي چې نه یوازې د اقلیمي د لا زیات خرابیدو سبب گرځي، بلکې له دې درکه هر کال تر دوه نیم سوه میلیارده ډالرو ډیر مالي زیان هم اړوي.

د جون میاشتې په څلورمه نیټه د ملگرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروگرام (UNEP) او بین المللي پولیسو (انټرپول) په گډه یو رپوټ خپور کړی دی. د دغه رپوټ په حواله په کولمبیا کې د نشه یې توکو د کاروبار کونکو منظمو ډلو له خوا په غیر قانوني توگه د سرو زرو د کان کیندنه، د کانگو په دیموکراتیک جمهوریت کې په غیرقانوني توگه د ونو پریکول، او په ډیر شمیر هیوادونو کې د قیمتي حیواناتو غیر منظم ښکار. دا ټول هغه فکتورونه دي چې په مجموع کې نه یوازې دا چې د چاپیریال ساتنې کوښښونو ته زیان رسوي، بلکې د هغې د تباهې سبب گرځي.

په کمپوډيا کي د ځنګلونو غېر قانوني وهنې چاپيريال ته زيان اړولی

په کمپوډيا کي د ځنګلونو غېر قانوني وهنې چاپيريال ته زيان اړولی

سربیره پر دې دغه غیرقانوني او چاپیریال ساتنې ضد اعمال په مجموع کې نړیوال اقتصاد ته هر کال ۲۵۸ میلیارده ډالره خساره وراړوي. تر دې هم د ډیرې اندیښنې خبره دا ده چې په څومره چټکتیا سره چې نړیوال اقتصاد د ودې او پرمختگ په حال کې دی، د دغو جنایت کاره ډلو په عاید کې د هغې دوه یا درې برابره یعنې په میلیاردونو ډالره زیاتوالې رازي.

د ملگرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروگرام عمومي منشي ژرگن ستاک، د دغه رپوټ د خپرولو پر مهال په خپله وینا کې وویل: «د چاپیریال ساتنې اړوند جرمونه یو داسې حقیقت دی، چې په پرله پسې توگه په ډیرې چټکې سره مخ په زیاتیدو دي.»

په پيرو کي د سرو زرو د غير قانوني تلاښ او کېندنو له کبله رامنځ ته سوی د چاپيريال زيان

په پيرو کي د سرو زرو د غير قانوني تلاښ او کېندنو له کبله رامنځ ته سوی د چاپيريال زيان

جنایتکاره ډلې ډیرې پيسې ترلاسه کوي

د رپوټونو په حواله د دا ډول جرمونو د مخنیوي له پاره د ملگرو ملتونو فعالې ادارې یوازې له ۲۰ څخه تر ۳۰ میلیونه ډالرو پورې پیسې مصرفوي. نوموړي ادارې د داسې جرمونو او یا مجرمینو د مخنیوي هڅه کوي چې د هغوې د کلني عاید اندازه له ۹۱ میلیاردو څخه تر ۲۵۸ میلیاردو پورې رسیږي.

د رپوټونو له مخې دا کار د هغو مختلفو ډولونو ځنگلي حیوناتو د نسل د لمنځه تلو سبب گرځي چې له پخوا یې نسل د ورکیدو له گواښ سره مخامخ دی. د بیلگې په توگه په تیرو دوو لسیزو کې په ټوله نړۍ کې د فیلانو د مجموعي شمیر یو پر څلورمه برخه یې د هغوې د قیمتي غاښونو د ترلاسه کولو له پاره د جنایتکاره ډلو له خوا وژل شوي دي. د دغو غاښونو مالي ارزښت په کال کې له ۷ څخه ۲۳ میلیارده ډالرو پورې رسیږي.

د دغه رپوټ د ارقامو پر بنسټ چې (UNEP) او د پولیسو نړیوالې ادارې انټرپول په گډه خپور کړی دی په تیره یوه لسیزه کې د فیلانو غیرقانوني ښکار کونکو مجرمینو هر کال په اوسط ډول ۳۰۰۰ فیلان د هغوې د غاښونو ترلاسه کولو له پاره ښکار کړي یا وژلي دي. په دې توگه نو په لسو کلونو کې ۳۰ زره فیلان وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروگرام مشر آخِم شټائنر وایې: «جنایت کاره ډلې له دې درکه په غیرقانوني توگه پيسې ترلاس کوي. دوی نه یوازې په نړیواله کچه منظم جنایتکاره بانډونه فعاله ساتلي دي، بلکې په بین المللي سطحه د نا امنۍ او بې ثباتۍ سبب هم گرځي.»