1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

غني څرنگه پاکستان د سولي د خبرو مرستي ته وهڅاوه؟

د افغانستان د ملي یووالي حکومت چارواکي وایي چې په پام کې ده په راتلونکو څو ورځو کې له طالبانو سره خبره پیل شي. خو څیړونکي پر دې ټینگار کوي چې دغه خبري اتري باید روڼوالی ولري او هیڅ کوم توافق په پټه سر ته و نه رسیږي.

خو لومړۍ پوښتنه دا ده چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی پر دې و نه توانید چې طالبان د خبرو اترو میز ته کښینوي او اشرف غني د خپلې کاري دورې شپږ میاشتې وروسته په دې واتوانید چې پاکستان او طالبان دې ته قانع کاندي چې د خبرو اترو میز ته کښيني.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، اشرف غني چې د پاکستان له پوځي چارواکو سره کومې اړیکي رامنځ ته کړي دي او هغوی ته یې کوم ډاډ ورکړی دی، مذاکراتو ته د طالبانو د حاضریدو اصلي دلیل دی.

محمد اشرف غني د خپلي کاري دورې په لومړیو میاشتو کې پاکستان ته سفر وکړ او د دغه هیواد له سیاسي رهبرانو سره یې د لیدنې پر ځای، راولپنډۍ ته سفر وکړ او د دغه هیواد له جگپوړو پوځي چارواکو سره یې د سولې په هکله خبري اتري وکړې. له دغه سفر وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف څو وارې کابل ته سفر وکړ.

د سیاسي چارو شنونکی میر احمد جوینده، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ۲۰ وارې پاکستان ته سفر وکړ خو په وینا یې هڅو یې کومه نتیجه ور نه کړه.

د هغه په آند اشرف غني له دې کبله موافق شو چې د ملکي حکومت پر ځای د پاکستان له نظامیانو سره په مستقیمه توگه مذاکراتو ته داخل شو: «په همدې دلیل نن ورځ وینو چې د پاکستان له خوا تمایلات موجود دي. جمهور رئیس اشرف غني په راولپنډۍ کې د قوماندۍ مرکز ته ولاړ او له راحیل شریف سره یې خبرې وکړې. دا یو نیک گام وو چې د دیپلومایتک دود پر ځای یې دغه اقدام وکړ او ویې ښووله چې د سولې کیلي د پاکستان د ملکي حکومت په لاس کې نه بلکې د نظامیانو په لاس کې ده.»

د سیاسي چارو کارپوهانو په باور، څه موده وړاندي چې په پیښور کې پر یوه ښوونځي باندي کوم برید تر سره شو، پاکستان یې دې ته واداره کړ چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینگښت له پاره گام واخلي. په پیښور کې پر ښوونځي باندي د برید په پایله کې تر ۱۴۵ زیات زده کوونکي وژل شوي ول.

په بهرني سیاست کې تعادل

نن سبا چې په افغانستان کې کوم بحثونه تاوده دي، یو له هغو څخه له پاکستان سره د ملي یووالي حکومت د اړیکو نزدې کیدل او له هند سره سړیدل دي. شنونکي وایي چې په افغانستان کې د جگړې له اصلي دلایلو څخه یو هم د هند او پاکستان تر منځ رقابت یا سیالي ده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دیارلس کلني واکمنۍ پر مهال د افغانستان او پاکستان اړیکي ښه نه وې، په داسې حال کې چې هند په افغانستان کې مهمې پروژې لکه د سلما بند تمویل کړي او په نیمروز ولایت کې یې سړکونه بیا ورغاول.

هند په دغه موده کې قربانۍ هم ورکړې دي. ځانمرگو بریدگرو څو وارې د هند پر سفارت او هغه میلمستون باندې چې پکښې هندوانو ژوند کاوه بریدونه وکړل، او ځینو دغو بریدونو مرگ ژوبله هم لرله.

خو د افغانستان د ملي یووالي حکومت چارواکو ویلي دي چې «د افغانستان او هند اړیکې هیڅکله د معاملې وړ نه دي» او په وینا یې د ملي یووالي حکومت له هند سره په اړیکو کې خپلې گټې د خبرو اترو وړ نه گڼي.

هند د افغانستان له مرسته کوونکو هیوادونو څخه یو دی او دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو همکاریو یو سند هم لاسلیک کړی دی. یوه اندیښنه چې د سولې په برخه کې مطرح ده، هغه د افغانستان د بهرني سیاست د توازن گډویډل دي، په ځانگړې توگه د هند او پاکستان تر منځ.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وایي، په هغه صورت کې چې حکومت و نه توانیږي چې د سیمي د هیوادونو تر منځ سیاسي توازن وساتي، له نوو ستونزو سره به مخامخ شي: «که چیري ښاغلی غني ډیر ژر د هند، پاکستان، چین، سعودي عربستان، ایران او امریکا متحدو ایالاتو تر منځ سیاسي توازن و نه ساتي، افغانستان به په یوه بل جنجال کې ډوب شي.»

آیا سپین بیرغونه په تورو اوړي؟

په داسې حال کې چې طالبانو له افغان حکومت سره خبرو اترو ته چمتووالی ښوولی دی، د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د داعش د احتمالي فعالیتونو په هکله خبره کیږي. خو افغان حکومت وایي چې دغسې څه نه شته لکه رسنۍ چې یې په هکله رپوټونه ورکوي. په دې هکله د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وایي: «زه په دې باور یم چې افغانستان به په راتلونکي کال کې د داعش د تروریستانو له پاره یوه قرار گاه وي.» د هغه په وینا داسې هڅه کیږي چې داعش د منځنۍ آسیا هیوادونو پر لور له افغانستان څخه د تیریدونکي لاري په توگه استفاده وکړي.

له مخکني شرط پرته خبري اتري

افغان چارواکي وایي چې له طالبانو سره پرته له مخکنيو شرطونو خبري اتري پیلیږي. دا په داسې حال کې ده چې په تیرو کلونو کې طالبانو څو شرطونه مشخص کړي ول. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانستان په اساسي قانون کې بدلونونه راوستل د دغې ډلي شرطونو دي.

خو سیاسي شنونکي وايي چې په اساسي قانون کې تغیرات راوستل اوس هم د سولې د توافق له پاره د طالبانو یو شرط دی. د ښاغلي سعیدي په وینا طالبان د ښځو د حقوقو او د بیان د آزادۍ په برخه کې له قوانینو سره ستونزه لري.

خو میر احمد جوینده وایي چې افغانستان په تیرو دیارلسو کلونو کې بدلون موندلی دی او د ملي یووالي حکومت، باید د ښځو د آزادۍ، دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ په برخه کې لاس ته راوړنې له طالبانو سره د مذاکراتو قرباني نه کړي: «د سولي پروگرام باید داسې عیار شي، چې د افغانستان مدني ټولنه، د افغانستان ښځي، سیاسي گوندونه او خلک باید پر یوې موافقې باندي راټول شي چې د څه په هکله خبري اتري وشي او سره کرښه باید څه وي. که نه نو له هغه پرته به د سولي خبري اتري کومه نتیجه ور نه کړي.»