1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

غزني: په تاریخې سیمو کې د تیلو ټانکونه جوړ شوي دي

د غزني د ولایتي شورا استازي وایي چې د دغه ولایت ښاروالۍ تاریخي او عامه سیمې د تیلو ټانکونو ته پلورلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د غزني ښاروالي وایي چې په عامه ساحو کې د تیلو د ټانکونو جوړیدل د دولت عواید لوړوي.

Alte Minarette in der Stadt Ghazni Afghanistan. Copyright: DW/Qadir Wafa 05.07.2012, Ghazni

Alte Minarette in der Stadt Ghazni Afghanistan

په وروستیو وختونو کې د کندهارـ کابل د سړک پر سر د تیلو د لسو ټانکونو د جوړیدو چارې پیل شوي دي. په دې ترڅ کې په پام کې ده چې د تیلوه دوه ټانکونه د غزني ولایت د تاریخي منارونو په سیمه کې جوړ شي.

د غزني د ولایتي شورا استازي وايي چې د دغه ولایت ښاروالۍ هغه سیمه چې تر دې پخوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د تاریخي سیمې په توګه پیژندل شوې وه، د تیلو د ټانکونو جوړولو ته ځانګړې کړې ده.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع، د دغه ولایت ښاروالۍ د رشوت په توگه د لسګونو زرو ډالرو د اخیستلو په تور، تورنه کړې ده. هغه وویل: «د تیلو ټول هغه ټانکونه چې پر دې سړک جوړیږي، په عامه او ان تاریخي سیمو کې دي. ښاروال د دغو ټانکونو د جوړولو امر ورکړی دﺉ او یو ډول جرم ئې تر سره کړی دئ.»
په همدې حال کې د غزني ولایت یو شمیر اوسیدونکو هم د دې ولایت ښاروالۍ ته شکایت کړی دئ چې د هغوی ځمکه د تیلو ټانکونو ته پلورل شوې ده.

«د تیلو ټانک عاید لوړوي»

د غزني ولایت ښاروال سید بصیر نوري، د رشوت اخیستلو تور ردوي، خو د تیلو ټانکونو ته د عامه ځمکو دسپارلو دفاع کوي. هغه وایي چې د کابل ـ کندهار پر سړک باندې د تیلو د ټانکونو جوړیدل د دولت عواید لوړوي.

ښاغلي نوري وویل چې هغه وخت چې د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست هغه ته خبر ورکړ چې دغه ځای یوه تاریخي سیمه ده، نو هغه سمدستي د دې ټانک د جوړولو کار بند کړ. دا په داسې حال کې ده چې د غزني د ولایتي شورا استازي وایي چې اوس هم په دې خبره ډاډه نه دي چې د دې ټانک د جوړلو کار دې درول شوی وي.

پر دې سربیره د غزنې ولایت چارواکو په تاریخي سیمو کې د پخپل سر ودانیو د جوړیدو په اړه هم اندیښنه څرگنده کړې ده. داسي رپوټونه هم شته چې د غزني ولایت په ځینو تاریخي سیمو کې غیر قانوني کیندنې روانې دي.

غزني په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي سازمان د کنفرانس له خوا د اسلامي تمدن د پلازمینې په توگه ټاکل شوی دئ خو لا تر اوسه پورې هم د دغه ښار د تاریخي اثارو د ساتلو له پاره لازم اقدامونه نه دي شوي.

قدیر وفا/ غزني
کتونکی: مسعود جهش