1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانګړې پاڼه

عزیز رویش د پوهې له پاره بې باکه کار کوي

معلم عزیر په پلازمینه کابل کې د معرفت لیسې بنسټ ایښودونکی دی. دغه ښوونځی په بیلابیلو برخو کې د زده کونکو د روزنې له امله ډیر شهرت لري. عزیز رویش په ډیرو کمو امکاناتو د دې ښوونځي بنسټ کیښود خو اوس ډیر مخکښه دی.

د پلازمینې کابل د فقیرو سیمو په زرگونو ماشومان هڅه کوي ډیر ژر ځان ښوونځي ته ورسوي. په کوڅه کې هرې خوا ته د معرفت لیسې د زده کونکو غږونه اوریدل کیږي. ټول هغې ودانۍ ته ننوځي چې د دروازې پر سر یې د «لیسه عالي معرفت» عبارت کښل شوی دی. کوچنیان په منظمو لیکو کې ودریږي او د سهار د پروگرامونو او ښوونځي د مدیر تر نصیحت او سپارښتنو وروسته خپلو ټولگیو ته ننوځي.

عزیز رویش

عزیز رویش

د معرفت لیسې په دهلیزونو کې یو ډول نظم لیدل کیږي. ښوونکي په ټولگیو کې حاضر دي. په درسي ساعت کې هیڅ یو زده کونکی د ښوونځي په دهلیز یا حویلۍ کې نه لیدل کیږي.

عزیز رویش د معرفت ښوونځي بنسټ د افغانستان د جگړۍ پر مهال په پيښور کې کیښود. د رویش هدف دا وو چې د کډوالو ماشومانو ته د حد اقل زده کړې زمینه برابره کړي او هر افغان ماشوم د کډوالیتوب په ژوند کې لږ تر لږه لیک او لوست زده کړي.

د یوه شخصي ښوونځي جوړول هغه هم د داسې کډوالو په پيسو چې د غالیو اوبدل یې یوازنۍ عایداتي منبع وي د رویش له پاره یو ډیر ستونزمن کار وو: «په داسې یوې نامساعدې فضا کې چې هم د جگړی له امله خلک زیانمن شوې ول او هم د زورزیاتي او کرکې کلتور عام وو او بې وزلي فریاد کاوه. ډیر ستونزمن شرایط وو یو څوک چې خپله خیټه نه شي ډکولې څرنگه کولی شي چې د زده کړې له پاره پيسې ورکړي.»

د طالبانو تر ماتې وروسته رویش کابل ته ولاړ او په ۱۳۸۱ کال کې یې د معرفت ښوونځۍ په یو څلور خونې لرونکي کرایي کور کې پرانیست. دغه ښوونځي ۳۶ تنه زده کونکي لرل خو اوس د هغه د ښوونځي د زده کوونکو شمیر ۴۰۰۰ ته رسیدلی او پر دې سربیره ۲۶۰ تنه پرسونل هم لري.

ښاغلي رویش د دغه ښوونځي د جوړولو پر مهال ۵۶۰ ډالره سرمایه لرله او له همدې کوچنۍ سرمایې سره یې د ښوونځي د جوړولو کار پيل کړ. اوس د معرفت لیسه د ۷۰ میلیونه افغانیو په شاوخوا کې کلنې لگښت لري چې د دغه خصوصي ښوونځي چارۍ پرې پر مخ بیول کیږي.

په لوړ کیفیت زده کړې

د معرفت په لیسه کې د زده کړی لارې چارې له ډیرو شخصي او دولتي ښوونځي سره توپير لري. د دغې لیسې ۹۸ سلنه زده کوونکي د کانکور په آزموینه کې د خپلې خوښې رشتې ته لار موندې.

د لوړ کیفیت زده کړه د معرفت د لیسې د شهرت یوازنی دلیل نه دی. د لیسې مدیر هڅه کوي چې زده کوونکي د نړۍ په مشهورو پوهنتونو کې زده کړې وکړي. ښاغلی رویش په دې هکله وایې: «په تیرو اوو کلونو کې مې ۱۷۲ برسونه په مختلفو رشتو کې خپلو زده کوونکو ته اخیستي دي چې د هغوې له جملې څخه ۱۹ تنه زده کونکي مو یوازی د امریکا په معترو پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي.»

د استعداد موندل

د زده کوونکو د استعدادونو پيژندل او دغو استعدادونو ته وده ورکول د معرفت د ښوونځي یو له ځانگړتیاو څخه ده. دغه لیسه د موسیقۍ، نقاشۍ، خطاطۍ او ادارې څانگې لري او هغه زده کونکي چې په دغو برخو کې استعداد ولري نو ورته د لا ډیرو زده کړو زمینه برابریږي.

شهلا پيمان د دولسم ټولگي زده کونکې ده او له موسیقي سره لیوالتیا لري. نوموړې اوس د معرفت په لیسه کې یوه مشهوره سندرغاړې ده. شهلا وایي، هیله یې لرله چې د خپل غږ په وسیله د افغانستان ټولو خلکو ته د همغږې او یو بل منلو پیغام ورسوي چې اوس خپلې دې هیلې ته رسیدلې ده: «یوازی په خبرو سره سړی نه شي کولی چې د خپل زړه درد را کم کړي او یا خپلې خبرې حکومت او خلکو ته ورسوي خو د سندرو په وسیله کولې شي په ډیرې اسانۍ سره خپل پیغام ټولنې ته بیان کړي.»

آزاده فضا

د معرفت د لیسې هر زده کوونکی چې د ستیج پر سر خبرې کوي په خبرو کې یې فصاحت او بلاغت لیدل کیږي او د خبرو پر وخت یې غږ نه لړزیږي. د نهم ټولګې زده کوونکې رابعه میرزاد، د معرفت لیسې د پروگرامونو یوه ډیره بریالۍ کوربه ده. کله چې د ښوونځي چارواکي پر دې پوه شول چې رابعه په دې برخه کې ډیر استعداد لري نو د هغې ته یې د لا ډیر امکانات برابر کړل. هغه وایي: «د زده کړې چاپيریال ډیره اغیزه لري او دا معرفت وو چې ماته یې دا زمینه مساعده کړه. که چیرې زه په یوه بل ښوونځي کې واې نو کیدای شوای چې د خپل استعداد په ودې نه وای توانیدلی.»

د معرفت لیسې د کلتوري چارو مسوول وایي چې په دغه لیسه کې زده کوونکي او ښوونکي یو بل ته متقابل احترام لري. زده کوونکو ته د خپل هر ډول نظر څرگندولو زمینه مساعده ده: «ډیر کوښښ کیږي چې د زده کوونکي او ښوونکي تر منځ اړیکه دوستانه وي. له زده کوونکو سره د ډیر درناوي چلند کیږي څو دوی ځان یو شخصیت احساس کړي، غرور ولري او پر ځان باور وکړي.».

متفکر استعدادونه

د استعدادونو د راڅرگندولو له پاره په دغه ښوونځي کې د زده کوونکو تر منځ په مختلفو برخو کې مناظرې په لاره اچول کیږي. هغه زده کوونکی چې په ریاضي، فزیک، ادبیات او نورو برخو کې ښه وړتیا ولري هم د دغو مناظرو په پایله کې په ګوته کیږي.

د معرفت د لیسې تربیتي مدیر آصف مهاجرت، وایي، هر کله چې د لیکوالي پروگرام پر مخ بیول کیږي زده کوونکو ته ۱۰ دقیقې وخت ورکول کیږي چې د یوې موضوع په هکله مقاله ولیکي: «موږ زده کوونکو ته انگیزه ورکوو چې موږ د متفکره مغزونو په لته کې یو. بیا مو له مختلفو ټولګیو څخه اووه زده کوونکي وموندل چې ډیر ښه یې د یوې موضوع په اړه فکر کړی وو او ډیرې ښې مقالې یې لیکلي وې.»

د معرفت لیسه دغه مقالې د آینه په نامه مجلې کې خپریږي او له دې لارې خپلو زده کونکو ته د لیکوالۍ زمینه مساعدوي.

رویش خپل پرسونل د زده کړو له پاره بهرنیو هیوادونو ته استوي

رویش خپل پرسونل د زده کړو له پاره بهرنیو هیوادونو ته استوي

له معرفت سره مخالفت

په ۲۰۰۹ کال کې په زرگونه نارینه د دغه ښوونځي شاوخوا ته راټول شول څو د معرفت لیسه وسوځوي. دغو کسانو د ملایانو او روحانیو په امر غوښتل چې د معرفت د لیسې څراغ خاموشه کړي. رویش په دې هکله وویل: «مظاهره کوونکو چیغي وهلې چې ښوونځی وسوځوي او ما ووژني.خو له نیکه مرغه دغه موج ډیر ژر تیر او ښوونځې یوازی د یوې ورځې له پاره رخصت شو.»

ملایانو د معرفت له لیسې سره هغه وخت مخالفت پيل کړ چې د معرفت لیسې زده کوونکو د «شخصي احوالو قانون» پر ضد مظاهرې وکړې ځکه د دوی په اند دغه قانون په ښکاره ډول د ښځو حقونونه تر پښو لاندی کوي.

DW.COM