1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

عزیز: حقاني شبکه د پاکستان په پرتله په افغانستان کې ډیري منابع لري

سرتاج عزیر د دوشنبې په ورځ وویل چې په وزیرستان کې د دغه هیواد پوځي عملیات د حقاني شبکه پاشلې ده. امریکا متحد ایالات له پاکستان څخه غواړي چې د دغي ډلي پر ضد عملیات وکړي او په دې هیواد کې یې اډې له منځه یوسي.

امریکا متحد ایالات په افغانستان کې پر خپلو ځواکونو باندي د بريدونو په برخه کې حقاني شبکه گرم گڼي. د والستریت ژورنال د یوه رپوټ په حواله د امریکا متحدو ایالاتو د ملي امنیت مشاورې سوزان رایس، د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې پاکستاني چارواکو ته ویلي دي چې په افغانستان کې د پاکستان میشت یاغیانو له خوا د بریدونو ترسره کیدل «په هیڅ صورت د منلو نه دي».

پر دې سربیره په راتلونکې کې د پاکستان له پوځ سره د امریکا متحدو ایالاتو په سونو میلیونه ډالر مرستې هم د حقاني ډلي پر ضد د اسلام آباد اقداماتو پوري تړلي دي.

خو د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر فرانک والتر شتاینمایر، سره په یوه ګد خبري کنفرانس کې د پاکستان د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز، ویلي دي چې تیره میاشت په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د عملیاتو په ترڅ کې په دې سیمه کې د حقاني شبکې ځالې له منځه تللې دي.

عزیر ویلي دي: «په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې بنسټونه چې د په لاس جوړو شویو بمونو فابریکې او همداراز د مواصلاتو برخه پکښې شاملي دي، له منځه وړل شوي دي.»

هغه وویل: «له دې کبله هغه څه چې اوس دغه شبکه په دې سیمه کې لري، په افغانستان کې د دې ډلي د امکاناتو په پرتله ډیر کم دي. زموږ څېړني ښيي چې د هغوی ظرفیت په افغانستان کې ډیر لوړ دی. ښايي د هغه څه په پرتله چې دوی یې دلته لري ۸۰ یا ۹۰ سلنه وي. د هغوی دغه امکانات هم زموږ د عملیاتو په ترڅ کې له منځه وړل کیږي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر چې اوس د پاکستان په سفر بوخت دی وویل چې هغه د پاکستان له څیړنې سره موافق دی او ټینګار یې وکړ چې له ترهګري سره په مبارزه کې باید د پاکستان قربانۍ له پامه و نه غورځول شي.\

هغه وویل: «موږ د دې شاهدان یو چې د پاکستان پوځ د دغو عملیاتو په ترڅ کې ستره قرباني ورکړې ده. زه د پاکستان پر هغه څېړني باور لرم چې پاکستان وایي د حقانی شبکه پاشل شوې ده.»

DW.COM