1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

عراق د موصل ښار د «آزادي» له پاره عملیات په لاره اچوي

د امریکا متحده ایالاتو پوځ خبر ورکړی دی چې عراقي ځواکونه غواړي په پسرلي د «اسلامي ډولت» له کنترول څخه د موصل ښار د ایستو په موخه یو لړ عملیات پیل کړي.

په فلوریدا ایالت کې د امریکا د مرکزي قوماندې یوه چارواکي ویلي دي چې په دغو تهاجمې عملیاتو کې به شاوخوا ۲۵ زره عراقي سرتیري وڼډه واخلي چې د اپریل په میاشت کې پیلیږي.

عراقي او کردي ځواکونه د امریکایانو له خوا روزل شوي دي. امریکایي چارواکو ویلي دي چې لا تر اوسه پورې رښانه نه ده چې په دغو عملیاتو کې به هم امریکایي مشاورین له عراقي ځواکونو سره مرسته وکړي او که نه. اټکل کیږي چې د عراق په موصل ښار کې د ۱۰ او ۲۰ زرو په شاوخوا کې د اسلامي دولت جنگیالي میشت وي.

د اسلامي دولت ډله د عراق او سوریې ډیرې برخې تر خپل کنترول لاندې لري. موصل د عراق دویم تر ټولو لوی ښار دی چې د نفت د تصفیې د کارخانو له کبله ډیر اهمیت لري. اسلامي دولت یا د داعش ډلې د ۲۰۱۴ کال په اوړې کې دغه ښار تر خپل کنترول لاندې راوست.

په رقه ښار کې هوایي عملیات

د عراق په گاونډي هیواد سوریې کې، کردي او نورو جنگیالیو په الرقه ښار کې چې په سیمه کې د جهادیانو اډه بلل کیږي، پرمختگ کړی دی. د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ويلي دي چې کردي او نور ځواکونه توانیدلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو په مشري د نړیوال هوایي ملاتړ په مرسته، په الرقه ښار کې ۱۹ کلي تر خپل کنترول لاندې راولي.

د سوریې د بشري حقونو د لندن میشته سازمان مشر رامي عبدالرحمان، ویلي دي چې د نړیوال ایتلاف هوایي ملاتړ د دغو سیمو په بیا نیولو کې کلیدي نقش لاره. د امریکا متحده ایالاتو په مشري نړیوال ایتلاف په عراق او سوریې کې پر اسلامي دولت باندې هوایي بریدونه کوي.

له بلې خوا امریکا متحده ایالات او ترکیه تر څو میاشتو خبرو اترو وروسته له اسلامي دولت او د بشار الاسد رژیم له ځواکونو سره د جگړې په موخه د معتدله سوريې جنگیاليو پر روزنې یو له بل سره موافقې ته رسیدلې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په دې اړه یو تړون لاسلیک شوی دی چې له مخې به یې امریکا متحده ایالات سیمې ته ۴۰۰ پوځي روزونکي واستوي. پلان شوې ده چې دغه روزونکې به په یوه کال کې ۵۰۰۰ جنگیالي وروزي.

DW.COM