1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

عراقي چارواکو د ترکيې سفير ته احتجاج ليک سپارلی

د عراق حکومت ددغه هيواد په شمالي سيمو کي د ترکيې د هوايي ځواکونو د عملياتو له امله د ترکيې پر حکومت باندي سخت احتجاج کړی او په بغداد کي يي د ترکيې سفير د بهرنيو چارو وزارت ته ورغوښتی دی او هغه ته يي د عراق د حکومت احتجاج ليک سپارلی دی.

د عراق په شمالي سيمو کي د ترکانو د بمباريو په اثر پلونه، روغتونونه او ښوونځی نړول سوي

د عراق په شمالي سيمو کي د ترکانو د بمباريو په اثر پلونه، روغتونونه او ښوونځی نړول سوي

پدې احتجاج ليک کي ويل سوي، چي د ترکيې دغه ډول عمل د دواړو هيوادونو په ښو اړيکو کي خرابوالی راولی. د عراق د بهرنيو چارو د وزارت په يوې اعلاميې کي ويل سوي، چي د عراق په شمالي سيمو کي د ترکانو د بمباريو په اثر پلونه، روغتونونه او ښوونځی نړول سوي. د ترکيې پوځي مقامات وايي، چي د امريکې متحده ايالاتونو د ترکانو سره ددې هوايي حملو په برخه کي مرسته کړې.