1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

عام وګړي د استخباراتي سازمانونو په لومو کې

په امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا کې استخباراتي سازمانونه د بې شمیرو معلوماتو په راټولو بوخت دي ترڅو د ترهګرو درک معلوم کړي. خو کیدای شي چې ډیر زیات بې ګناه وګړي د هغوی د څارنې ښکار شي.

د «پریسم» په نوم د امریکا متحده ایالاتو د جاسوسۍ د پروګرام له بربنډیدوسره نړیوالې غوسې راوپاریدې، خو ډیر ژر ولسمشر بارک اوباما هڅه وکړه چې د عامو وګړو د غوسو پر اور اوبه توې کړي. له یوې امریکایي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې اوباما وویل: «د متحده ایالاتو د ملي امنیت په اداره NSA، کې فوق العاده مجرب ماهرین کار کوي چې د امریکایي ولس امنیت ورته په سترو ړومبیتوبونو کې راځي.»

خو کوم معلومات چې د پریسم نومی پروګرام له لارې NSA ټولوي، د دغو استخباراتي ماهرینو چې اوباما ترې ډیره ستاینه کوي، له خوا نه، بلکه تر ډیرې زیاتې کچې د یوه کمپیوتر په واسطه ارزیابي کیږي. نو په دې وجه د اطلاعاتو دغې کمپیوتري زیرمو کې نه یوازې د مشکوکو ترهګرو په هکله، بلکه د عامو وګړو په هکله هم معلومات ثبتیږي.

د انټرنیټ آلمانی کارپوه مارکوس بیکیدال، په نظر که چیرې غواړﺉ چې د استخباراتي ادارې تر څارنې لاندې ولویږﺉ، همدومره کفایت کوي چې د هغه یو ګاوڼدي تر څنګ ژوند وکړﺉ چې په مشکوکو فعالیتونو بوخت دی. هغه وایی:

«ستاسو د موبایل تلیفون د دغه ګاونډي د هستوګنې ترڅنګ تشخیص کیږي او بیا نو په اتوماتیکه توګه تر څارنې لاندې راځې.» بیکدال یادونه کوي چې حتی د څارنې لاندې شخص سره ستاسو ځیني ګډ مشخصات هم کولای شي چې تاسې تر شک لاندې راولي. د بیلګې په توګه: «که چیرې یوه ترهګر په تصادفي توګه هغه کتابونه لوستلي وي او یا هغو انټرنیټي پاڼو ته داخل شوی وي چې تاسو هم ورداخل شوي یاست، نو کیدای شي چې تاسې هم تر شک لاندې راشې.»

د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې له پیښې څخه وروسته غلط مشکوک کسان، په خاصه توګه پوهان او عالمان چې د خپلو مسلکي کارونو له پاره د عربي نړۍ په هکله معلومات ټولوي، هم تر څارنې لاندې راغلي دي. له هغه وخت راهیسې د متحده ایالاتو استخباراتي سازمان نه يوازې خپله بودجه ډیره پراخه کړه، بلکه د خپلو پلټونو میتودونو ته یې هم وده ورکړه.

د استخباراتي چارو کارپوه ولفګانګ کریګر، په دې اړه وایي: «هغه کسان چې رښتیا هم په تروریستي حملو لاس پورې کوي، هغوی نه د چا نوم اخلي او نه هم د خپلو حملو د هدف ځای او خپل سازمان په هکله کومه یادونه کوي. په همدې وجه د ننۍ څیړنې هدف تر زیاتې کچې اصلي محتوا ته نه، بلکه د مخابرو څرنګوالی او شکل ته ځیر شوی دی.»

کریګر زیاتوي چې په همدې وجه استخباراتي سازمانونو اوس د خلکو تر منځ تلیفوني خبرې او یا انټرنیټي ټولنیزې اړیکې او یا هم بانکي تبادلې تر څارنې لاندې نیولي دي.

ویل کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو ملي استخباراتې اداره NSA او د بریتانیا استخباراتي سازمان GCHQ، کولای شي چې د خپلو سترو کمپیوتري سیستمونو په واسطه بی شمیره معلومات چڼ کړي.

ویل کیږي چې د دغو کمپیوترونو ظرفیت څو Exabyte ته رسیږي چې یو Exabyte بیا یو میلیارد Gigabyte کیږي. دا چې د هغو د زیرمو ظرفیت ډیر پراخ دی، د انټرنیټ آلماني کار پوه، مارکوس بیکدال وایي چې کیدای شي چې ثبت شوي معلومات کابو دایمي پاتې شي. له دې معلوماتو سره ښایي بې ګناه عام وګړي هم تر شک لاندې راوستل شي.