1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

ظاهر هويدا، یو سر او زر سوداوي

« زما د ژوند ډېری کلونه په مسافرۍ کي تير شوي دي، ښه به دا واي چي د " هويدا" د نامه پر ځای مې نوم " سيلاني/ سياح " وای.»

ظاهر هويدا

ظاهر هويدا

درنو دوستانو دا د افغان هنرمندانو د پيژندني او ستايني هغه لړۍ ده چي دويچه ويله المان ږغ راډيو پيل کړې ده چي په لومړۍ کي به ظاهر هويدا در وپيژنو.

دوې درې مياشتي کيدې چي په ډنگرو او نريو گوتو به ېې د سازونو پردې د شنه سباوون د ملکوتي ترنم، د نوي سندرې او د يوې تاندې مېلودۍ د موندلو په هيلي او هوس، پرله پسې تخنولې او ترنگــولې. خو نه د سازونو پردو ورسره ياري کوله، او نه ېې دی پرېښود چي د خوبولي خيال په ټال کي ورسره په گډه وزانگي.

هغه، د ساز له پردو څخه د يوې خوندوري ميلودۍ له ترنگ پرته بله هېله نه درلوده، خو پردو به ورته لاره نه ورکوله. څه موده همداسي په لالهاندۍ تېره شوه، کله نا کله به ېې له ځان سره ويل که سربداله حال مي همداسي دوام وکړي ښايي سر په بيديا ووځم او ترهغو به د نوي ترنگ په هېله ددې ناپايه بېديا هرگوټ وپلټم چي په پای کي خپله په کاڼي بدل سم.

د هغه په څپانده زړه کي يوه پټ سوز، داسي شور او زوږ جوړ کړی چي دی ېې په ويلو بې وسه وو. په لالهاندو گوتو به ېې يو ورک سوز پلاټه خو هغه ېې نه سوای موندای.

هر څو ورځي وروسته به ده ته لېکونه را رسېدل؛ له زغم بايللو ورځو څخه يوه ورځ وه چي همکار ېې څو نوي لېکونه د ميز پر سر ورته کېښودل. ټول ټال دولس دانې لېکونه ول. دا هم، د تيرو په څير په سلام او دعا پيل او په څو لنډو هڅوونکو ټکيو پای ته رسېدل.

په هغو کي يوازي يوه ليک بل رنگ او خوند درلود. د هغه په پای کي د ملالۍ د لېسې ديارلسو زده کوونکو لاسلېک کړی وو. د نجونو په لېک کي يو شعر هم رالېږل سوی وو؛ پېغلوټو هيله کړې وه، که يوه ورځ د لېږل شوي شعر سندره دده په غږ کي واوري. شعر داسې پيليدی:

« شنيدم از اينجا سفر مي کني ». هغه ته همدا څرک بس وو. د سترگو په رپ کي ېې احساس کړه چې زړه ېې غواړي پر خپلو شونډو د مهال ځپلې چوپتيا اوږد طلسم مات کړي. احساس ېې وکړ چي د ټنگ ټکور او ترنم الهه ورسره غواړي پر خبرو راشي. ژر ېې ځان د کابل راډيو د ۴۸ ستډيو د پيانو شا ته ورساوه. څو شېبې نه وې تېري چي د يوې ښکلي سندري د ترنم څپې ېې پر شونډو خپرې شوې، دا سندره د هغه په ټولو ښو سندرو کې يوه سندره وه:

شنيدم از اينجا سفر مي کني

تو آهنگ شهر دگر مي کني

له نن لږ وړاندې

پلار ېې په دايکنډۍ کې د «صابر» په نامه يوه شرکت کې کار کاوه. هغه تر دې دمه ، نه ظاهر وو او نه هويدا.

« زما د ژوند ډېری کلونه په مسافرۍ کي تير شوي دي، ښه به دا واي چي د " هويدا" د نامه پر ځای مې نوم " سيلاني/ سياح " وای.

خپل لومړی سفر ېې د هزاره جاتو په دايکنډي کي را پيل کړ. دا د ۱۳۲۳ لمريز کال د سلواغې د مياشتي نهمه نېټه وه چي د ۱۹۴۵ زيږديز کال د فبرورۍ د مياشتي له ۲۸ سره سمون خوري.

هغه مهال چي سترگي ېې په نړۍ و غړېدلې، تر هغه ځايه چي سترگو ېې کار کاوه، وېني چې چاپيريال ېې تنگسه او بېوزلي دواړه په خپلو تورو منگولو او خـپـړو کلک زبېښي. تر دغه دمه نه پوهېدی چې برخليک به څه ورته ټاکلي وي، دی نه پوهېدی چي کوم غره ، کومي سمي او کوم ښار ته به ودرومي. دی نه پوهېدی چي د ژوندانه د شپږ شپېتو کالو خوږې شېبې به کوم ښار ته ډالۍ کړي، دا هغه مهال وو چي لا تر اوسه ېې د لاندنيو ښارونو نومونه نه پېژندل:

دايکنډي، مزارشريف، کابل، مسکو، تهران، ډيلي، هامبورگ.

پلار ېې هيله درلوده چي زوی به ېې يوه ورځ د طب ډاکټر شي. محمد اسماعيل خپل يووېشت کلن ورورچي په نري رنځ « توبرکلوز» اخته وو نوی له لاسه ورکړی وو نو ځکه ېې غوښتل چې زوی به ېې يوه ورځ په روغتون کي ناروغانو ته روغتيا وبخښي. د مزار شريف په ښار کي د سوداگرۍ د خونو يوه ټېټ پوړي مأمور ته دا خورا ستره هېله وه.

محمد اسماعيل کتاب ته لېوال، له کتاب سره مل او د شعر طبع ېې درلوده. له ټنگ ټکور او ترنم سره هم پردی نه وو. کله به ېې سندري ويلې او کله به ېې تنبورغږاوه. خوږ ژبي او د ټوکو ټکالو سړی وو. پلرنی نيکه ېې محمداکبر چنداولي په کابل کې استوگنه درلوده.

ظاهر اوه کلن وو چي پلار ېې د مزارشريف په ښار کي د نري رنځ د ناروغۍ له کبله مړ شو. د پلار مړېنه، هويدا او د هغه کوچنۍ کورنۍ ته د ژوندانه د سختو شپو- ورځو او کلونو ترخه پيلامه وه. تر يوې مودې پوري په مزار کي د خپل اکا په کور کي پاته شو. د اکا کور، د انگړ په منځ کي د اوبو يو ډنډ درلود، له دې ډنډ څخه به اوښانو، خرو ، غوايو او هم د کورنۍ غړو اوبه څښلې.

ليکونکی: يما ناشر يکمنش

پښتو ژباړه: ډاکټر هلمندوال