1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

ظاهر هويدا په خپل ژوند کي ډير سفرونه کړي

د بخت په لټون کي څپڅپاندي کورنۍ غوښتل بلي خواته مخه کړي، غوښتل ېې نوي ياران او نوې جونگړه ومومي، بله چاره ېې نه درلوده

ظاهر په اوه کلنۍ کي د کورکاله لپاره يو نارينه وو.

ظاهر په اوه کلنۍ کي د کورکاله لپاره يو نارينه وو.

مگر دا چي د پلار قبر او د ژوند خوږې خاطرې يوازي د يادونو نړۍ ته پرېږدي ، او يوه بل نوي لوی ښار ته د نويو امکاناتو په هيله د سفر تکل وکړي.

د پلار له مړېني وروسته دري واړو يتمو وروڼو د « بنجر» په نامه يو خوږ ملگری درلود. بنجر يو کوچنی سپی وو چي دري واړو به د خپل ماشومانه معصوميت مينه ورسره گډوله. هغه مهال چي د هندوکش د غرونو له منځه د تېرېدلو په تکل ، ظاهر او کورنۍ ېې په لارۍ موټر کي کښېنستل نو « بنجر» په ډېري ناآرامې ترپکي وهلې او د زړه له تل څخه ېې د مخه ښې سوځېدلی کوړنجهار پيل کړ.

« دومره چي سپی زموږ په بېلتانه او موږ د سپي په بېلتانه خواشيني وو، نه څوک زموږ په بېلتانه او نه موږ د چا په بېلتانه غمجن وو.»

د هغه کوچني لاسونه بايد د مور چوپړ ته غځېدلي وای، هغه مور چي دا دی اوس له دريواړو يتيمو بچيانو ظاهر، کبير او منير سره د کابل پر لور راخوځېدلې وه. د آسمايي او شېردروازې ښار دغي څلور کسېزې کورنۍ ته د «کتاب فروشۍ» په کوڅه کي په بله وېنا « د زاړه ښار کوڅو»، په دوه وو کوچنيو کرايي خونو کي ځای ورکړ. مور ېې صُغري د ژوندانه د درانده پيټي د پورته کولو لپاره د نسوانو په مؤسسې کي د گنډونکي په توگه کار پيل کړ.

د سرتيرو لپاره د زيردريشۍ گنډل او سکښتـل « بُرش» هغه کار وو چي صُغري بايد سر ته رسولای وای. صُغري بله چاره نه درلوده مگر دا چي له رسمي وخت پورته د نسوانو د مؤسسې کارونه د ظاهر په مرسته خپل کور ته راوړي. د سپما لپاره به ېې تر کارځی پوري په پښو تگ راتگ کاوه، په پښو به تلله او په پښو به بېرته کور ته راتلله. د صُغري مېاشتنۍ تنخواه ان د ژوندانه د بنسټېزو اړتياوو د پوره کولو لپاره بس نه وه. له نانواييو څخه به ېې د « چوب خط» په حساب وچه ډوډۍ په پور اخېستله او هرکله چي پېسې په لاس ورتلې نو د نانوای پور به ېې بېرته ورکړ.

د کرايي خونو په منځ کې يوازي يوې خونې برېښنا درلوده. په يوې حوېلۍ کي درې څلور کورنۍ له يو بل سره گاونډۍ وې چي، د ټولو برېښنا گډه وه. ډېر وروسته ېې وکولای سول يوه راډيو وپيري. د راډيو له پېرودلو وروسته گاونډيانو د همغې خوني برېښنا په دې پلمه ورباندي بنده کړه چي د هغوی په گومان ښايي راډيو به د ټولو د برېښنا د لگښت بېه زياته کړي.

ظاهر په اوه کلنۍ کي د کورکاله لپاره يو نارينه وو، ظاهر بايد مور ته د ژوندانه د درانده پېټي په پورته کولو کي اوږه ورکړې وای نو ځکه ېې په کارکولو پيل وکړ. په دغه منگ ماشوم چي بايد د ښوونځی زده کوونکی وای د بوټ گنډونکي تر لاس لاندې په اصطلاح شاگرد سو. هېښنده « عجيبه» دا ده چي ظاهر په خپله د څېرو بوټونو پرته نور نه درلودل مگر د نورو بوټونه به ېې گڼدل. دا هماغه ماشوم ظاهر دی چي د خپل کهول لپاره د کار او يوې مړۍ موندلو په لټه کي سربداله دېخوا اېخوا گرځېده. هغه به کله د موچي يا حکيم جي شاگردي کوله، کله به ېې ټکټان پلورل، کله به د سينما په دروازو کې ساتونکی وو، د مستري او بيا د پښ« آهنگر» شاگرد سو، دا د ظاهر د هغو کارونو نابشپړ نوملړ« فهرست» دی چي د ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ په شپو ورځو کي ېې تر سره کړی دی. (۱)

د ژوندانه سختيو او تنگسې هغه ته اجازه ورنه کړه چي وختي په ښوونځی کې شامل سي. هماغه وو چې په نهه کلنۍ کي ېې ښوونځی پېل کړ. د استقلال په لېسه کي ېې تر نهم ټولگۍ پوري درس ولوست، سره له دې چي د ښوونځي عمومي اول نمره ووخو د ښوونځی چاپيريال ورته زړه تنگی او ځوکلوونکي برېښېد.

ظاهر په خپله ويلي:

« ښوونځی هېڅکله ونه سوای کولای زما پام راخپل کړي»

په ۱۹۶۶ ز «۱۳۴۵ ل –ژ» کال کي د موسيقۍ د زده کړو لپاره مسکو ته ولاړ، د روسي ژبي له زده کړي وروسته د چايکوفسکي د موسيقۍ د هنرستان په ښوونځی کي شامل شو.

په لومړيو کي په پام کي ول چي د اوپرا په برخه کي زده کړي وکړي. درې کاله وروسته له «کنسرواتور» څخه واېستل سو او په ۱۹۷۱ «۱۳۵۰ ل –ژ» ز کال کي بيرته کابل ته راستون سو.

په ۱۳۵۴ لمرېز کال کي ېې له وحېدې سره واده وکړ. ظاهر له موسکا په ډکه خوله وايي: له دې چي خلکو په راډيو کي زما د نوښتونو چاپيريال را تنگ کړ، نو دا بل نوښت ته مي مخه کړه.

« په ژوندانه کي مي يو ځل ځان ورک او ډوب کړی دی. دا هغه مهال وو چي خپله ماندينه مي د لومړي ځل لپاره ولېدله.»

له دې نېټې وروسته وحيده هويدا به د ژوندانه په ډېريو شېبو کي د خپل خاوند ترڅنگ روانه وه، ان دوستانو به هغې ته په ټوکو د ظاهر هويدا دستکول ويل. د دوی د گډ ژوند حاصل ژاله، آرش، علي، ليلي او مسيح دي. تراوسه، د حنا، بهار، او نيله په نومونو درې لمسيان ددغې کورنۍ له کاروان سره يو ځای سوي دي. علي او ژاله د پلار په څېر د موسيقۍ نړۍ غوره کړې خو لا تر اوسه د پلار تر درانده سيوري لاندي ژوند کوي.

ليکونکی: يما ناشر يکمنش

پښتو ژباړه: ډاکټر هلمندوال