1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

طالبان له کندزه پرشا شوي، خو په لښکرګاه کې يې جګړې ته زور ورکړی

چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې طالبان له کندز ښاره پرشا تګ کړی، خو سویل کې یې بیا خپلې جګړې ته زور ورکړی دی.

د کندز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي، ویلي دي: «د کندز ټول ښار اوس د دولتي ځواکونو په کنترول کې دی او ژوند ورو ورو بیرته د عادي کیدو په حال کې دي. دوکانونه هم په ځینو سیمو کې بیا پرانیستل شوي دي.»

د ولي، په خبره یاغیان له ځینو سیمو څخه پرته له جګړې پر شا شوي دي او سیمې یې افغان امنیتي ځواکونو ته پریښي دي.

خو ځينو نورو امنیتي چارواکو د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي چې له کندز ښار څخه د طالبانو پر شاتګ ښايي یو تکتیکي عمل وي. هغوی زیاته کړې ده چې دا کار کیدای شي سویلي هلمند ولایت ته د جنګیالیو د استولو او یا هم له کندز ښار څخه د ځانګړو ځواکونو د وتلو په موخه ترسره شوی وي.

طالبانو د تیرې دوشنبې په ورځ پر کندز ښار باندې برید وکړ. دغه ډله تیر کال هم په همدې وخت کې د دې ښار په نیولو توانیدلې وه.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د کندز جګړې د دې ښار لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ ځایي اوسیدونکي بې ځایه کړي دي.

که له یوې خوا د کندز د ښار جګړه یو څه سړه شوې ده، خو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې جګړې زور اخیستی دی. طالبانو پر دغه ښار باندې له بیلابیلو اړخونو برید پیل کړی دی.

د چهارشنبې په شپه د ښار لږ تر لږه دوې سیمې د طالبانو تر بریدونو لاندي وې. له بلې خوا طالبانو ته د ځينو افغان ځواکونو د تسلمیدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا غړي راضيې بلوچ، ویلي دي: «د جګړې له توتیدو وروسته شاوخوا ۱۵۰ افغان امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي دي.»