1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

طالبان : د کوريايانو په وژلوبه لاس پوري کړو

طالبانو نن يوځل بيا گواښ کړی که چيري ددوي بند يان خوشي نه سي نود وي به د برمته و کوريايانو په وژلو لاس پوري کړي

د طالبانو د يوه وياند زبيح اله مجاهد له قوله ويل شوي، چې يو شمېر کوريايان رنځور او مناسب خواړه ورته نه رسيږي

د طالبانو د يوه وياند زبيح اله مجاهد له قوله ويل شوي، چې يو شمېر کوريايان رنځور او مناسب خواړه ورته نه رسيږي

طالب وسله والو، چا چې له يوې مياشتې څخه زيات وخت کيږي، ٢١ تنه د جنوبي کوريا وگړي يرغمل نيولي او ورسره دي، يو ځل بيا د شرو يا چهارشنبې په ورځ دا گواښ کړی، چې که چېرې د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو ورسره يرغمل به وژني.

د طالبانو د يوه وياند زبيح اله مجاهد له قوله ويل شوي، چې يو شمېر کوريايان رنځور او مناسب خواړه ورته نه رسيږي.

مجاهد د فرانسپرس آژانس خبريال ته له يوه ناڅرگند ځای نه د ټلفون له لارې ويلي دي:" که د طالبانو غوښتنه ونه منل شي، نو کوريايي يرغمل به له مرگ سره مخامخ کيږي. که څه هم موږ غواړو چې دا لانجه د خبرو له لارې حل شي، خو داسې ښکاري چې د امريکې واکمن ستونځې پکې اچوي. „

مجاهد کومه نېټه نه ده ټاکلې او خبرې يې هم په آزاد ډول د څېړنې وړ نه دي.

د جنوبي کوريا ٢٣ تنه وگړي د جولای د مياشتې په ١٩ ورځ په قره باغ کې وتښتول شول، چې دوه تنه ورځخه مړه او دوې مېرمنې د ناروغتيا له کبله خوشې کړل شوې.