1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

طالبانو په تخار کې اته پولیس وژلي

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې وسله والو طالبانو په تخار ولایت کې پر پولیسو بريد کړی او اته تنه يې وژلي دي. د افغانستان په شمال کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د تخار ولایت د پولیسو ویاند سنت الله تیمور، ویلي دي چې دغه پیښه د دوشنبې په ورځ په درقد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د دغه چارواکي په خبره د پولیسو او طالبانو تر منځ جګړې څو ساعته دوام وکړ چې له کبله یې درې پولیس ټپیان شوي هم دي. تیمور زیاته کړې چې په پیښه کې اته تنه طالب جنګیالي هم وژل شوي.

د تخار ولایت د پولیسو ویاند روښانه کړه چې طالبانو د درقد او خواجه بهاوالدین ولسوالیو لاري تړلې دي. حکومت اوس سیمې ته اضافی سرتیري استولي ترڅو سیمه بیرته په خپل کنترول کي راولي.

دغه برید په داسې حال کې کیږي چې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیم متییس، په کابل کې پر روسیې باندې تور ولګاوه چې طالبانو ته د امریکا متحدو ایالاتو پر ضد جګړې په موخه وسلې ورکوي. روسيې تل دغه تور رد کړی دی.