1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

طالبانو په ارزګان ولایت کې نهه افغان سرتیري وژلي دي

یوه افغان سیاستوال ویلي دي چې طالبانو په مرکزي افغانستان کې د دوشنبې په ورځ د پوځ یوه اډه نیولې ده او لږ تر لږه نهه سرتیري یې وژلي دي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت استازي عبیدالله بارکزی، ویلي دي: «دغه اډه له پنځو ورځو راهیسې د طالبانو په محاصره وه او دې سیمې ته ټول رسیدونکي واټونه هم تړل شوي وو.»

هغه د آلمان خبري آژانس ته په خبرو کې زیاته کړې ده چې طالبان د دوشنبې په شپه ناوخته دې اډې ته ننوتې دي او یو شمیر سرتیري یې برمته هم نیولي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ارزګان ولایت د دهسود ولسوالۍ په ریګک سیمه کې پر خپلې اډې باندې برید تایید کړی دی، خو د پیښې په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د دې وزارت یوه ویاند ویلي دي: «اوس یوه ډله سیمې ته د نورو څیړنو په موخه استول شوې ده.»

طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. طالبانو په وروستیو وختونو کې د افغانستان د نورو سیمو په څیر په ارزګان ولایت کې هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.