1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

طالبانو نوی پوځي مشر وټاکه

طالبانو ویلي دي چې نوي پوځي مشر يې ټاکلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مشر په توګه د هیبت الله اخندزاده، تر ټاکنې وروسته، دغي ډلې د لا ډیرو سیمو تر کنترول لاندي راوستلو په موخه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د طالبانو یوه چارواکي د تلیفون له لاري له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په مرکه ویلي دي چې مولوي ابراهیم صدر، د طالبانو د نوي پوځي مشر په توګه ګومارل شوی دی. ویل شوي دي چې مولوی ابراهیم صدر، د طالبانو بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر ته نژدې وو.

د طالبانو چارواکي ویلي دي چې نوي پوځي مشر به په داسې حال کې د جګړو چاري پر غاړه واخلي چې بیلا بیل هیوادونه غواړي طالبان د سولې د خبرو اترو میز ته کښینوي.

صدر له کلونو راهیسې د جګړې په ډګر کې دی او په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو رژیم تر ړنګیدو وروسته یې د طالب جنګیالیو په منځ کې نوم ګلی. د طالبانو یوه بل چارواکي هم دغه خبره تائید کړې ده خو دواړو د نوم د نه بربنډیدو په شرط خبرې کړې دي.

سردار په داسې حال کې د طالبانو د پوځي مشر په توګه ګومارل کیږي چې دغې ډلې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جګړې ته زور ورکړی دی او د لا ډیرو سیمو د نیولو هڅه کوي.