1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

طالبانو د ملي امنیت څلور کارکوونکي وژلي دي

افغان چارواکو ویلي دي چې په غزني ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې د ملي امنیت څلور ولایتي کارکوونکي وژل شوي دي. طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په ختیځ ولایت پکتیکا ولایت کې چارواکو د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د ملي امنیت مرستیال عبدالوحید خان د هغه موټر چلوونکي او دوه نور کسان د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوي دي.

پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د وژل شویو کسانو کاروان له غزني ولایت څخه د پکتیکا ولایت پر لور روان وو. چارواکو د نوم نه بربنډولو په شرط د پیښې په اړه معلومات ورکړي دي.

چارواکو زیاته کړې ده چې په پیښه کې د یو شمیر نورو کسانو د ټپي کیدو خبره هم شوې ده. خو د دغو کسانو دقیق شمیر لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د دغه برید پړه پرغاړه اخیستې ده.