1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

صوماليا: انساني بدمرغي

د صومالياپه پلازمېنې موگه ديشوکې ترڅوورځوسختوجگړووروسته، د صومالياحکومت تقريباً درې اوونۍ مخکې د » پرتروريزم باندې د برياليتوب « په هکله خبرې کولې.

default

خو د حالت د څارونکوپه عقيده، دغه جمله په بشپړه توگه غلطه ده، ځکه چې نه د حکومت د مخالفينواکثريت جهاديان دي او نه هم د صومالياپه کورنۍ جگړه کې، تراوسه پورې کوم برياليتوب ليدل کېږي.

جگړه کونکې خواوې اوس په خپل هېوادکې له يوې بشري بدمرعۍ يافاجعې نه سترگې پټوي.

ملگري ملتونه د خطرزنگ وهي اووايي چې صومالياته اوس د نړۍ د ترټولولويې انساني بدمرغۍ د مېنځته راتلوگواښ کېږي. د ملگروملتونو د عاجلومرستو د ادارې ويانده شټېفاني » بونکر « وايي، مأيوسه کونکي حالت او د مهاجرينولوړشمېرته په پاملرنې سره، د صوماليا وضيعت حتې ترعراق او دارفور لاخراب دی. بونکر: » هغه څه چې مونږ د فبرورۍ له مياشتې راهيسې دلته وينو، بې ساری دی. په صومالياکې د نړۍ ترهرې بلې بحراني سيمې لاډېرانسانان له خپلومېنوڅخه شړل شوي او د تېښتې په حال کې دي. «

حقيقت څه شی دی؟
د صوماليا د بهرنيوچارووزير اسمعيل محمد » حُرې « وايي، د گاونډي هېواد ايتوپيا له سرتېرونه د مرستې هيله وشوه اوهغوی خپله دنده په ښه توگه سرته ورسوله. حُرې:» ښايي چې د ځينوخلکولپاره دغه بيه ډېره لوړه وي، مگرمونږ د دې لپاره چې په صومالياکې د ثبات غم وخورو، بايد دغه بيه ورکړو. «

خو په واقعيت کې، صوماليا له ١٣٧٠ کال راهيسې، د څوارلسم مؤقتي حکومت په دوران کې، له ډېروکلونو راهيسې ترټولوبده زورزياتي تېروي. برعکس، خصوصاًبيا د اسلاميستانوشپږمياشتنی حاکميت، د اکثريت صوماليايانولپاره، که څه هم چې يولنډوخت وو، د سولې او ثبات پړاو وو.