1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

صدام حسين دوه کاله د مخه په دغه ورځ اعدام سو

د2006 ميلادي کال دنومبر دمياشتي پر 5 نېټه د عراق پخوانی مشر صدام حسين په اعدام محکوم سو او د همدې کال د ډسمبر د مياشتي په 30 نېټه اعدام سو

«تر اعدام ماته يو عراقی بوټ ډير ارزښت لري»

«تر اعدام ماته يو عراقی بوټ ډير ارزښت لري»

د ده دمحاکمې له پاره يوه ځانګړې قضا جوړه شوې وه او دی پدې تور په اعدام محکوم کړاي شو چي په 1982 میلادي کال کي يې شيعه مذهبه عراقيان قتل عام کړي او دا تور هم پر صدام باندي ولګول شو چي دبشريت په مقابل کي يې جنايتونه کړي.

دبغداد دځانګړي محکمې په حکم کي داسي ويل شوي وه، چي صدام، بايد غر غره شي. همداو چي دوه کاله دمخه په همدې ورځ یعني د 2006 ميلادي کال د ډسمبر د مياشتي پر 30 نېټه صدام حسين وزړول شو.

صدا حسین څوک و ؟ په دې هکله ددويچه ويلي مبصر پتر فليپ ليکي چي صدام د محکمې په جريان کي وايي:« د اعدام تر دې حکم ماته يو عراقی بوټ ډير ارزښت لري. زه له غرغرې څخه نه ويريږم. تاسي ما ډیر ښه پيژنۍ هيڅو ک به دې ته اړ نه وي چي زما پر زماني باندي د 1959 کاله څخه تر نن ورځي پوري خبري وکړي.»

د بغداد په محکمه کي دعراق دپخواني زورواک صدام حسين دغه خبره،که سړی د نن ورځي د پيښو په اړوند وګوري، يوه عجيبه خبره وه. دی په دې تور چي په 1982 ميلادي کال کي يې 143 تنه انسانان د دوجايل په سيمه کي وژلي، په اعدام محکوم شوي او داچي پر ده باندي داتورهم لګول کيده چي دسلو زرو څخه يې زيا ت کوردان د اتيايمي لسيزي په پای کي وژلي او یا د خپلو ټاټوبو څخه شړلي دي، دهغه دوهمي محاکمې ته کومه اړه پيدانشوه.

د محکمي قاضي پر صدام باندی د اعدام دحکم په صادرولوسره وايي چي:« دی بايد وزړول سي.» دغه حکم لږ څه وروسته تايدیږي او صدام د 2006 ميلادي کال د ډسمبر دمياشتي پر 30 نېټه په دار خيجول کیږي. د ده د زړولو د پيښي څخه چا په شخصي توګه يو فلم اخيستی و چي وروسته په ټوله نړۍ کي ښودل شوي.

عجبه خبره ده صدام ته تر اعدام عراقي بوټ ارزښت لري او د امریکا ولسمشر جورج بوش په عراقي بوټ ويشتل کيږي

عجبه خبره ده صدام ته تر اعدام عراقي بوټ ارزښت لري او د امریکا ولسمشر جورج بوش په عراقي بوټ ويشتل کيږي

خو د صدام حسين د زړولو څخه دوه کاله وروسته د امریکا دمتحده ايالتونود دولت مشر جورج ډبلیو بوش، په بغدادکي ليدلي وای چي دعراقي بوټ څخه د صدام حسين مطلب څه و. بياهم بوش په بغداد کي د صدام حسين دمحاکمې او دمحکمي دحکم له امله خپل رضايت ښه يي.

بوش وايي:«د صدام حسين محاکمه دعراق دولس دهلو ځلو په لړ کي چي دوی ځانونه ديوه زورواک د فرمانروايي څخه خلاص کړي، دډيموکراسۍ پر لور يو ډير ستر ګام مخ په وړاندي بلل کيدای سي.»

وروسته صدام حسين، د ده د زيږيدني په ښار تکريت کي دده د زامنو تر ځنګ اودای او کوځاي ترڅنګ خاورو ته سپارل کیږي خو همدااوس هم په عراق کي لا ډير کسان شته چي د ده د هديرې زيارت کوي.

د صدا م حسين، ژوند د همدغه ښاره څخه پيل کیږي .په کوچني والي کي د ده روزنه د ده تره په غاړه اخلي. تره يي يو ناسيويناليست او په هغه وخت کي نازيان د ده دپاره يو سمبول و. دا چي صدام حسين، په دیني معتقداتو سره روزل شوی او که نه په دی هکله زیات معلو مات نشته خو وروسته څه چي د صدام ډير خوښيده، دشات لنډ ويسکي، دکيوبا سيګار او ښايسته ښځي وې. صدام حسين تر څو چي د ځواک تر آخرني مسنده پوري رسيدلای ډير قتلونه يي کړی که کومونيستان و یا د ده نور رقيبان ټول له منځه وړل شوی او هرڅوک چي دده ومخي ته دريدل يا به دده دپرمختګ دلاري خنډ کيدل پر هغوی باندی رحم کول نا ممکنه و.د ده پرنسيپ داو چي بهتره به وی چی يو بيګناه ووژل شي ددې پر ځای چي يوګناه کار ژوندی وګرځي.

صدام حسین چي دڅو لسیزو په اوږدو کي د عراق مشر و، تل په ځان ډير ډاډه ښکاريده. او تر آخرنۍ شيبې پوري دی دې ته نه و چمتو چي چاته سر کښته کړي. له همدې کبله نوموړی څو واري د عراق ولس دخونړيو جګړو کندو ته غورځولی و. لکه د ايران او عراق جګړه يا دکويت په نیولو سره پر عراق باندي په 1991 ميلادي کال کي د امریکایانو لومړۍ حمله. صدام حسين په عراق کي داسي يو دولتي نظام جوړکړی و چي د ژ وند ټول اړخونه د دولتي استخباراتو تر څارني او کنترول لاندي و، او پر دولتي نظام باندي هر ډول نیوکي په جدي توګه څارل کيدې.خو دلته داخبره هم ديادوني وړ ده چي په ايران کي د اسلامي انقلاب څخه وروسته لويديځ هيوادونه دومره وارخطا سوي ول چي د صدام حسين دولتي نظام دوی ته يو ه کوچنۍ لانجه ښکاريده او همدا علت و چي فرانسویانو د عراق له رژیم سره دومره مرستي وکړې چي حتي دیوه اټومي بم د جوړولو درشل ته عراقيان رسيدلي ول، او د امریکا استخباراتي څانګي CIAهم له عراق سره د ايران پر ضد په جګړه کي زياتي مرستي وکړې او ددغو مرستوله برکته عراق وشوای کولاي چي بيولوژیکي سلاوي جوړي کړي.خو وروسته د امریکا دمتحدو ايالتونو او د عراق ترمنځ زيات دوام ونکړ. او په تيره بيا دکوويت دجګړې څخه را پدیخوا د واشنګټن او بغداد ترمنځ په ښکاره توګه دښمني وه.