1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

شپږ مليونه انسانان بيرته خپلو هيوادو ته نسي تلای

افغانستان ، سوماليا او د کانګو دموکراتيک جمهوريت هغه هيوادونه دي، چه پکښي دوامداره بحران او جنګونه روان دي. دغه حالت نورو هيوادوته هم ورانتقاليږي.

default

هغه انسانان چي ددغو هيوادوڅخه نورو هيوادوته مهاجر سوي دي ، نسي کولای په آسانۍ سره بيرته خپل ټاټوبي ته ولاړ سي.

ددغو هيوادو څخه همدااوس تقريبأ ۶ مليونه انسانان تر ۵ کلو اضافه په نورو هيوادو کښي په مهاجرت کښي شپې او ورځي تيروي ، چه تر ټولو دمخه د پرمختيايي هيوادو دپاره يو لوی بار دی.

ځکه ددغو مهاجرينو ۴ پر پنځمه برخه په ټوله دنيا کښي دهغو انسانانو او ټولنو لخوا قبليږي ، چي پخپله په ډيرو غريبو خلګو پوري اړه لري.

د ملګرو ملتو د مهاجرينو سازمان UNHCR خاصتأ د صنعتي هيوادو څخه غوښتنه کوي ،چي د هغو سره ډير همدردي وکي ، اووايي چه بايد ډير څه وسي ، تر څو د حل يوه لار پيدا سي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی : محمد قاسم نوري