1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

شپږ تنه اورپکي په پکتيا کې ووژل شول

د افغانتسان په سهيل ختيځ د پکتيا په ولايت کې شپږ تنه اورپکي هغه مهال ووژل ژول چې غوښتل يې د پوليسو افسران برمته کړي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې اوه تنه «دښمنان» ټپيان شوي هم دي.

اورپکو هڅه کړې وه چې د پوليسو يو صاحب منصب برمته کړي

اورپکو هڅه کړې وه چې د پوليسو يو صاحب منصب برمته کړي

يوه شپه وړاندې اورپکو ښايي هڅه کړې وه چې يو تن پوليس او د ده د کورنۍ غړي يرغمل کړي. افغاني پوليس او عسکرو بريدکونکي په شا وتمبل. پوليسو د پېښې په ځای کې وسلې او موټران وموندل چې له اورپکو پاتې شوي وو. دا چې امنيتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي دي که نه په دې اړه وزارت څه ونه ويل.