1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

شټاين ماير: که دوامداره اوربند نه کيږي نو د يو څو ورځو له پاره خو دي وسي

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د مخه تر دې چي منځني ختيځ ته خپل دوهم سفر پيل کړي د آلمان پارلمان ته په وينا کي وويل په غزه کي روان انساني بحران کيدای سي په يوه انساني فاجعه واوړي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير

شټاين ماير وويل: «څرګنده خبره ده چي اولسي وګړي ددې ستونزي قربانيان دي، او پدغه جګړه کي کړيږي. روان انساني بحران کيدای سي چي په يوې انساني فاجعې باندي واوړي. موږ د اولسي وګړو درد درک کولای سو. اولسي وګړي زموږ زړسوي ته اړتيا لري او زموږ زړسوی ورسره هم دی.»

شټاين ماير، چي د منځني ختيځ د سفر څخه راغلی دی، وويل چي که بشپړه ډز بندي امکان نه لري نو د يو څو ورځو له پاره دي، د بشري عواملو پر بنسټ جګړه ودرول سي. هغه چي اوس بيا منځني ختيځ ته تللی دی، دا وړانديز لري چي د مصر او غزې تر منځ د پولي د څارنې په برخه کي دي المان مرسته وکړي، تر څو د ده په وينا و غزې ته د وسلې کاچاک او پدې توګه د اسرايل امنيت بهتره سي.

ددې پرته شټاين ماير د غزې د ستونزي د هوارۍ له پاره کوم وړانديزونه نه لري. خو د جرمني په ټوله پارلمان کي د غزې په وړاندي د وړانديزونو کمښت دی. څوک څنګه کولای سي چي ډز بندي منځ ته راوړي؟ د المان د ليبرال ګوند يو غړی وېغنر هوير، وايي چي اروپايي ټولنه ددغه ستونزي د هوارۍ جوګه نده. اروپايي ټولنې تېره اونۍ د غزې د جګړې په هکله يوه غونډه درلوده. چي د ورنېر هوير په آند دغه غونډه ډېره بې ترتيبه وه.

په غزه کي انساني ناورين روان دی

په غزه کي انساني ناورين روان دی

پداسي حال کي چي په امريکا کي حکومت بدلېدونکی دی، ددغه هيواد لخوا د منځګړو يوه تشه سته. د فلسطين او اسرايل د ستونزي په هکله د امريکا اولس مشر جورج بوش يو وړانديز کړی و چي له مخه يې بايد دوه خپلواک رياسته منځ ته راسي چي يو به اسرايل وي او بل به فلسطين. ددغه پلان له مخي بايد د امريکا د متحده ايالتونو، اروپايي ټولنې او روسيې تر څنګ ملګري ملتونه هم د منځګړو دنده په غاړه واخلي. ددغو څلورو منځګړو له وجي د سولي دغه پلان ته څلورګونی يا کوارټيټ هم ويل کيږي. خو د المان د زرغون ګوند د غړي يورګن ټريټين په فکر د سولي دغه پلان هم د ناکامۍ سره مخ دی ولي چي هغه څوک چي منځګړيتوب يې په غاړه اخيستی دی، ډېر فعاله نه معلوميږي. په المان کي پر هغه وړانديز بحثونه کيږي، د کوم له مخي چي بايد نړۍ وال ځواکونه په غزه کي دننه او يا هم د غزې څخه دباندي ځای پر ځای کړی سي. خو د المان په پارلمان کي دننه ددغه وړانديز پلويان ډېر لږ دي.