1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

شويبله د څارگرې ادارې له خوا د کمپيوترونو څارنه ودرلوله

د آلمان د کورنيو چارو وزير ولفگنگ شويبله د سختو نيوکو تر فشار لاندې دې ته غاړه ايښې چې د شخصي کمپيوترونو څارنه او پلټنه دا مهال ودروي.

شويبله غواړي د څارنې د دې ناندريز مېتود حقوقي اړخ يو ځل بيا وڅېړي

شويبله غواړي د څارنې د دې ناندريز مېتود حقوقي اړخ يو ځل بيا وڅېړي

شويبله غواړي چې د څارنې د دې ناندريز مېتود حقوقي اړخ يو ځل بيا وڅېړي، او په داسې حال کې چې څېړنې دوام لري به د آلمان څارگرې ادارې د دې اجازه ونه لري تر څو د کمپيوترونو د څارنې د لارې معلومات راټول او تر لاسه کړي. بېلابېلو گوندونو پورې مربوط د پارلمان غړو په پټه د کمپيوترونو پر څارلو نيوکې کړي دي. خو حکومت داسې يو فرمان را مخې ته کوي چې د آلمان د کورنيو چارو پخواني وزير اتو شيلي لا لاسليک کړی و.