1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

سیاسی زده کړه او پرافغانی ټولنه باندی د هغه تأثیرات

د سياسې زده کړي پروګرامونه ښکاره کوي چه سياسي مؤسسې په سيمه ايزه او ملي سطحه څنګه کار کوی ، او آیا دوی به وکولای سی د سیاسی او مدنی پروګرامونو دلاری د افغانستان پر اوسنی ناکراره حالت باندی خپله اغېزه واچوی .

default

د (واوره او زده کړه ) د پروګرام په دغه برخه کی به د مدنی او سیاسی ټولنو پر رول باندی چی اوس تقریباً د افغانستان په هره برخه کی وجود لری، خبری وسی . په مکتبو کی به د سیاسی فعالیتو خصوصاً جریدو او سیاسی کورسونو د رول په باب هم بحث وسی .

ددغه پروګرام په یوه بله برخه کی د مثال په ډول د سواد او زده کړی د اهمیت په باب خبری کیږی او دوی ته به وښوول سی چی د سواد زده کړه څومره د یوه هیواد په پرمختګ کی رول لري، یعنی کله چی د یوې ټولنی خلک بیسواده وی نو هغه ټولنه په سختۍ سره پر مخ ځي . دغه پروګرام به خلک دېته تشویق کړی چی نه یوازی خپل زامن بلکی نجونی هم ښوونځیو ته واستوي.