1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانګړې پاڼه

سکینه یعقوبي، د زده کړې له لارې ټولنې ته بدلون ورکوي

که څه هم سکینې یعقوبي د خپل ژوند ډیره برخه له افغانستان څخه بهر تیره کړې ده، خو بیا هم دغې افغانې میرمنې خپل هیوادوال له هیره نه دي ایستلي او د هغوی د هغوی د زده کړې او خود کفايي له پاره یې ډیرې هلې ځلې کړې دي.

پروفیسوره سکینه یعقوبي په هرات ولایت کې زیږیدلې ده. هغه پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته امریکا ته ولاړه او د وقایوي طب په برخه کې یې زده کړې کړي دي.

وروسته له هغې چې پروفیسوره سکینه یعقوبي، په پاکستان کې د مهاجرو ماشومانو او ښځو د زده کړې له پاره هلې ځلې پیل کړی، نو نړیوال شهرت یې وموند.

میرمن یعقوبي په امریکا متحدو ایالاتو کې د ډاکټرې د سند د تر لاسه کولو وروسته د دغه هیواد په یوه پوهنتون کې تدریس کاوه، خو د خپلو هیوادوالو درد او ناخوالو دې ته اړ کړه چې بیرته پاکستان ته ولاړه شي او د مهاجرو په منځ کې خپل بشر دوستانه فعالیتونه پیل کړي. هغې له ۱۹۹۲م کال څخه تر ۱۹۹۵م کال پورې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له لارې له افغان کډوالو سره کار وکړ او بیا پخپله د افغان کډوالو د روزنې له پاره د یوه مرکز د جوړولو له پاره لاس په کار شوه.

دا چې میرمن یعقوبي، د خپلو خلکو له پاره لا ډیر خدمات وکړي نو په پیښور کې یې د زده کړې افغان انستیتوت، بنست کیښود. دغه انستیوت د سیمنارونو، د تعلیمي ورکشاپونو، بشري حقونو، دیموکراسۍ، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو، د ښوونځیو د معلمینو د تدریس د تقویه کیدو او د روغتیا اړونده مسایلو په ډاگه کولو له لارې وکولای شو چې په پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته خدمات وړاندې کړي.

میرمن یعقوبي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې کله یې په ماشوموالي کې لیدل چې ښځې له بې سوداي څخه کړيږي او یا هم د ماشوم د زیږولو پر مهال خپل ژونده له لاسه ورکوي، نو پریکړه یې وکړه چې د هغوی د ژوند د ښه کولو له پاره یوه لار ومومي: «ډیرې ښځې به د امیندواري له کبله مړې کیدې، ما له هغه وخته هیله لرله چې ډاکټره شم، د خلکو خدمت وکړم او په افغانستان کې صحتمنده خلک ولرو.»

له امریکا متحده ایالاتو څخه بیرته پاکستان ته د میرمن یعقوبي، راستنیدل او د کډوالو له کمپونو څخه لیدو هغې اړ کړه چې خپل فعالیتونه پیل کړي: «کله چې مې ولیدل چې ښځې او ماشومان ټول بې سرنوشته دي، لومړني څه چې زما ژوند ته بدلون ورکړ، زه یې د قدرت خاونده کړم او زه یې دنیا ته وروپیژندلم، تعلیم او تربیه وه.»

د پروفیسورې میرمن یعقوبي لویه هیله دا وه چې هغه ورځ راورسیږي چې ښځې پر خپلو پښو ودریږي، زده کړې وکړي، له روغتیا څخه برخمنې وي او په آزادانه ډول ژوند وشي کولای. دغه ټولې هیلې د دې سبب شوې چې میرمن یعقوبي د روغتیا او تعلیم په برخه کې فعالیتونه پیل کړي.

هغې شل کاله تر مخه په پیښور کې د مهاجرو افغان ماشومانو د زده کړې له پاره لومړني گامونه واخیستل. خو اوس په کابل او هرات ولایتونو کې څو ښوونځي او کلینکونه د میرمن یعقوبي په مرسته فعالیت کوي.

بې جوړې ښوونځي

اوسمهال په کابل او هرات ولایت کې څلور ښوونځي د زده کړې افغان انستیتوت، تر څارنې لاندې فعالیت کوي. د دغو ښوونځیو ښوونکي ځانگړې زده کړې ترلاسه کوي، ترڅو په دغو ښوونځیو کې د تدریس نوي میتودونه تطبیق کړي. په دغو ښوونځیو کې د زده کړې مهارتونه له دولتي ښوونځیو سره ډیر توپیر لري.

له طبیعت سره د ماشومانو آشنایي، د زده کړو یوه برخه ده چې ماشومان ته ښوول کیږي او ماشومان له کوچینوالي څخه د طبیعت او چاپیرالو ساتنې له اهمیت څخه خبریږي. همداشان مالي تربیه هم د دغو ښوونځیو په زده کړو کې شامل دي.

ماشومان دا زده کوي چې څرنگه کمې پیسې چې تر لاسه کوي ویې ساتي او په راتلونکي وخت کې له هغې څخه د ښو موخو له پاره استفاده وکړي. دغه څه د افغانستان په هیڅ ښوونځي کې نه تدریسیږي.

د دغو ښوونځیو ماشومان یو ډول منظم جامې اغوندي او ښوونځي ته د ورتلونکو میلمنو تود هر کلې کوي.

د دغو ښونځیو با کیفیته تدریس او ښه نظم د دې سبب شوی دی چې له خصوصي او دولتي ښوونځیو سره ډیر توپیر ولري. د پروفیسورې سکینه یعقوبي د ښوونځي یوه زده کوونکې مریم، وایي: «د اوولسمې ناحیې په کچه زموږ ښوونځی لومړی ځای لري. د نورو زده کوونکو په پرتله زموږ د ښوونځي سویه لوړه ده.»

د سکینه یعقوبي د دوهمې لیسې مدیر سید رضا سادات، وایي چې د زده کړې د ښه نظام څخه استفاده او د تجربه لرونکو استادانو جذبول په دغو ښوونځیو کې د لوړ کیفیت د تدریس اصلي دلیل دی: «د ښوونکو په استخدامولو کې خپل نهایي کوښښ کوو چې تجربه لرونکي، متخصصه او د رشتې په پام کې نیولو سره استاد جذب کړو. زموږ ټول استادان څوارلسم پاس او لیسانسه دي.»

په کلیو او بانډو کې روغتیایي خدمتونه

د زده کړو افغان انستیتوت، په کابل او هرات کې څلور روغتیايي کلینکونه هم پرانیستي دي چې د عامې روغتیا د وزارت تر څارنې لاندې کار کوي. دغه کلینکونه نه یوازې خلکو ته په وړیا توگه صحي خدمات وړاندې کوي بلکې نرسانو او صحي کارکوونکو ته زده کړې ورکوي، ترڅو په کلیو او بانډو کې له نورو ښځو سره مرستې وکړي.

د زده کړو افغان انستیتوت د ښځو او نجونو له پاره سیمنارونه او تعلیمي ورکشاپونه دایروي چې په پایله کې یې لومړني صحي خدمات کلیو او بانډو ته انتقالیږي او د مور او ماشوم د مرگ د مړینې په مخنیوي کې مرسته کوي.

د دغه انستیتوت د سیمنارونو د برخې مسووله ذکیه ابراهیمي وایي، هغه ښځو او نجونو چې د روغتیا په برخه کې یې زده کړې لیدلي دي پر دې توانیدلي دي چې په کلیو او بانډو کې زیات بدلون راولي او د ولادت پر مهال د مور او ماشوم د مړینه مخه ونیسي: «په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې چې روغتیایي کارکوونکي په کې نه شته، زموږ کارکوونکي پر دې توانیدلي دي چې ناروغان له مرگه وژغوري.»

د ښځو زده کړې

د زده کړو افغان انستیتوت بله برخه هغو ښځو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي چې ښوونځي ته له تگ څخه پاتې وي. دغه مرکزونه د افغانستان په نهو ولایتونو کې فعالیت کوي.

دغه مرکز هغه ښځې او نجونې جذبوي چې د جگړې او مهاجرت له کبله له زده کړو پاتې وي. د زده کړو افغان انستیتوت همغږی کوونکی رحیم الله مایار، وایي چې دغو زده کړو ډیرې ښې پایلې لرلي دي.

ښاغلی مایار د یوې نجلۍ کیسي کوي چې په دغه مرکز کې یې زده کړې کړې وې او بیا وروسته یې نه یوازې لوړو زده کړو ته لار موندله، بلکې د دایکندي په لیرې پرتې سیمو کې یې د زده کړو مرکزونه پرانیستل.

د مایار په خبره دغه نجلۍ صغرا نومیږي او په دایکندي کې یې د زده کړو درې مرکزونه پرانیستي دي: «دغه نجلۍ تر زده کړو وروسته خپل اصلي ټاټوبي ته ولاړه او په ولسوالیو او مرکز کې یې د زده کړو مرکزونه پرانیستل چې شا او خوا ۲۰۰ زده کوونکي په کې زده کړې کوي. هغوی هغه نجونې او ښځې دي چې له زده کړو پاتې وې.»

د زده کړو افغان انستیتوت د تعلیمي او صحي خدماتو تر څنگ د افغانانو تر منځ د یوبل ته د نزدې کیدو او صممیت په موخه فرهنگي فعالیتونه هم پیل کړي دي.

د دغو پروگرامونو په ترڅ کې د یوه ولایت فرهنگیان نورو ولایتونو ته سفر کوي او د فرهنگي محفلونو د جوړیدو زمینه برابریږي ترڅو د بیلابیلو ولایتونو خلک له یو بل سره ډیره آشنایي پیدا کړي او په پایله کې یې د تعصب، تبعیض د دښمنی او منفي رقابتونو ځای نزدیوالی، همکاري، دوستي او یووالی ونیسي.

DW.COM