متحده ایالاتو د سوریې جمهور رئیس بشارلاسد، ته خپل اخطارونه شدید کړي دي. د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارنې په واشنګټن کې وویل چې د ده نوم به په تاریخ کې د خپل ولس د یوه قاتل په حیث ولیکل سي. په همدې حال کې ده له سیاستوالو او پوځیانو څخه غوښتنه وکړه چې له اسد سره ټولې اړیکې قطع او د اولس په څنګ کې ودریږي.