1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

سپوږمۍ په پښتو ادبياتو کښي

سپوږمۍ د كايناتو يو ښكلى موجود او د ځمكې د كورې يوازنى چولګ دى چې په خاص نظم او حساب ترې راڅرخي. سپوږمۍ د پښتو ادب يوه خوږه او خوندوره كليمه ده.

سپوږمۍ د پښتو ادب يوه خوږه او خوندوره كليمه ده چې كله مين د زړه خواله ورسره كوي. كله د يار مخ ورسره تشبيه كوي او كله د رويبارۍ بلنه وركوي.

په نجومي محاسباتو او د كاينات پېژندنې په علومو كې سپوږمۍ بيا له ادبي ژبې او ادا څخه بېل وېش او پوړۍ لري، هلته سپوږمۍ لومړى د يوې كورې او جرم په حيث پېژندل كېږي او بيا د هغې د بڼې بدلون او تغير او د هغې د چورليدو وخت او زمان بېلابېل نومونه لري او بېلابېل تعبيرونه.

په عربي ژبه كې د سپوږمۍ جرم، قرص او ټيكلۍ ته قمر وايي، دوراني مودې ته يې چې دېرش يا نه ويشت ورځې ده د شهر نوم اخلي، د رابريدو د لومړۍ ورځې حالت ته يې هلال وايي، د تكميل او بشپړېدو حالت يې بدر بولي او كله چې د مياشتې په پاى كې بېرته تياره شي نو محاق ورته وايي.

زموږ په اوسنۍ روانه پښتو كې د سپوږمۍ د يادو شويو پنځو واړو حالتونو او تعبيرونو لپاره يوازې درې كليمې ويل كېږي : مياشت د هلال نوم هم دى او د شهر هم، سپوږمۍ قمر ته هم وايي او بدر ته هم او تروږمۍ بيا د محاق لپاره ويل كېږي.

خو په زړه پښتو كې بيا داسې نه ده، هلته هر حالت او هر تغير بېل نوم لري: د قمر ټاكلي دوراني حالت يعنې شهر ته مياشت وايي، هلال يا نوې رابرې شوې مياشتې ته اوږمكه يا اوږمكۍ وايي، د بدر يا ماه تمام حالت يې سپوږمۍ بولي، د محاق دورې ته يې د تروږمۍ نوم اخلي او د قمر د كورې او جرم نوم بيا اوږمۍ دى. بلكې اوږمۍ د مياشتې تر دوراني ميعاد پرته د نورو ټولو حالتونو لپاره بنيادي نوم دى، دا ځكه چې دا د ټولې كورې او قرص نوم دى ا و پاتې نور نومونه له همدې نامه نه مشتق شوي او رازېږېدلي دي.

ميرزاخان انصاري وايي:

دوې وروځې تكې تورې پرې د پاسه وسمه كړې

لكه اوږمۍ دي نرۍ كرشمه يې دلبري كا

سعيد خټك وايي:

چې يې نمر ،اوږمۍ نسبت نعل د اس دى.

د سعيد اميد د بوس دغه ركاب شه

د هلال لپاره له همدې اوږمۍ نه د تسخير د علامې (كه ، كۍ) په زياتولو سره اوږمكه او اوږمكۍ جوړه شوې ده. خوشال بابا وايي :

چې كمال لري زوال ورلره تل وي

اوږمكه كله پوره كله نيمګړې

يا

ورته گوره زما يار څه نندار ه دى

لكه اوږمكۍ په ستورو كې ښكاره دى

حميد بابا وايي:

په هغه صحرا كې شاه كړه خيمه لكه

لكه عين په اسمان كې وه اوږمكه

يا

له فلكه سوال د نس لپاره مه كړه

دركوي كه په كچكول كې اوږمكه

د اوږمۍ د بدر حالت ته چې د ماه تمام حالت دى په پښتو كې سپوږمۍ وايي. جالبه ده چې د سپوږمۍ تركيبي كليمه هم د اوږمۍ په وروستاړي جوړه شوې ده يعنې سپينه اوږمۍ چې د تركيب د لنډيزي قانون په بينا سپومۍ شوې او د زيات استعمال او له ژبې نه د اوږمۍ د اصلي لغت په گوښه كېدو سره داسې چسته او روانه كليمه ترې جوړه شوې چې د تركيبي جوړښت په باب يې لږ فكر شوى دى او له بلې خوا دومره ادبي شوې او خوږه شوې چې خاصه سامعه نوازي يې موندلې ده :

خط پر مخ د صنم راغى

كه سپوږمۍ شوه په هاله كې

دايې غاښ په خوله كې زېب كا

كه ژاله شوه په لاله كې

(حميد بابا)

يوازې سپوږمۍ د اوږمۍ له تركيب نه نه، بلكې د هغې د محاق حالت او كليمه تروږمۍ هم د اوږمۍ په تركيب ولاړه ده ، توره اوږمۍ چې د زيات استعمال او د تركيب د لنډيزي خاصيت له امله تروږمۍ شوې او د اوږمۍ هغه حالت تصويروي چې له سترګو نهامه وي او د شپې تياره په خپل ټول قوت په دنيا راخوروي.

د محاق حالت د تروږمۍ پر نامه سربېره دوه اصطلاحي تعبيرونه هم لري چې يو يې “ مياشت بډې كېدل” او بل يې “ مياشت لمر اخيستل دي” دا د اوږمۍ هغه حالت دى چې ۲۹ يا ۳۰ شپې ته ورسېږي، په دې سهار اوږمۍ تر لمر څو شيبې وړاندې راخېژي او لمر يې اخلي (پټوي) يا يې لمر په “ بډه وهي” چې د دې خاص حالت لپاره ما په عربي كې بل كوم عام تعبير ونه موند.

په دې ترتيب د سپوږمۍ د زړو نومونو په راژوندي كېدلو سره موږ گورو چې له يوې خوا د نجومي تعبيرونو، جغرافيايي اصطلاحاتو او د كايناتو د څېړنې په وخت كې بشپړه لغوي پانګه په لاس كې لرو، له بلې خوا دا نومونه داسې منظم او بنسټيز اشتقاق شوي چې په بله يوه ژبه كې هم د اوږمۍ او د هغې د بېلابېلو حالتونو په باب نشته.

د دې څېړنې په رڼا كې موږ د اوږمۍ او د هې د بېلابېلو حالتونو لپاره دا نومونه داسې بېلولى شو:

“مياشت ” د “اوږمۍ” د دوراني حالت چې دېرش يا نه ويشت ورځې وي نوم دى.

“اوږمۍ” د “قمر” د قرص ، جرم او ټيكلۍ نوم دى.

“اوږمكه يا اوږمكۍ” يې د روښانتابه لومړنۍ دوره او د “هلال” نوم دى.

“سپوږمۍ” يې د “بدر” يا پشپړې روښنايۍ وخت دى او تروږمۍ يې د محاق يا د مياشتې د تورېدو او ختمېدو حالت دى.

د اوږمۍ دا لړۍ دومره پراخه ده چې اوس د اوږمكۍ د تركيب په تقليد د سپوږمۍ له تركيبي كليمې نه د سپوږمكۍ نوى تركيب هم جوړ شوى چې مصنوعي سپوږمۍ ته ويل كېږي :

زما اوس تا تر منځ شول غرونه

سپينې سپوږمۍ ته سلام كړه سلام به كړمه