1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

سيالو هيوادونو پاکستان او هندوستان له افغانستان سره مرستي ډيري کړي دي

هندوستان غواړي افغانستان ته دا پیغام ورسوي چې له دې هیواد څخه خپل پام بلي خوا ته نه اړوي. هندوستان تر اوسه پورې له بل هیڅ هیواد سره د افغانستان په اندازه مرستې نه دي کړي.

هندي دیپلوماتان وایي چې په دغو مرستو سره غواړي خپلو افغان متحدینو ته دا پیغام ورسوي چې هغوی ورسره تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپلې مرستې جاري ساتي. خو دا په عین حال کې د هندوستان له خوا د افغانستان په موضوع کې یو گواښ وي.

ویل کیږي چې پاکستان غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې ډیر نفوذ ولري، خو هندوستان د دې موضوع سخت مخالف دی.

پاکستان او هندوستان چې دواړه اتومي قدرتونه دي، غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان ډیر نفوذ ولري. دغه دواړه هیوادونه خپل هدف ته د رسیدو له پاره له کابل سره مرستي کوي.

د هندوستان د دوه میلیارد ډالري مرستو په بسته کې یو شمیر لویې پروژې هم شاملې دي. په دغو پروژو کې د افغانستان د پارلمان له پاره له مرمرو ډبري څخه د یوې نوي ودانۍ جوړول هم شامل دي.

له بلي خوا بیا د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکي په ډیر ښه حالت کې نه دي. افغان ولسمشر حامد کرزی، وخت نا وخت پر پاکستان باندي تور لگوي چې له طالبانو او نورو یاغي ډلو ملاتړ کوي. کرزي دا خبره هم روښانه کړې ده چې هغه اوس د مرستو په پرتله د خپل هیواد امنیت ته ډیره توجه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر افغانان له دې ویره لري چې د پاکستان او هندوستان تر منځ سیمه ییز رقابت کیدای شي چې د هغوی هیواد له ستونزو سره مخامخ کړی. د بهرنیو چارو د کمېټې مشر سناتور عارف الله پښتون وایي: «دا يو ډیر حساس وضعیت دی. دواړه هیوادونه [د افغانستان] ځواکمن او مهم متحدان دي.» هغه زیاتوي: «هندوستان زموږ ملگری [هیواد] دی، خو پاکستان زموږ غبرگولی دی.»

په داسې حال کې چې د ناټو ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، افغانستان تل د هندوستان پوځي مرستي منلي دي او له دې هیواد څخه یې په دې برخه کې د لا ډیرو مرستو غوښتنه کړې ده. خو په عین حال کې د پاکستان د پوځي مرستو وړاندیزونه بیا تر یوه حده پورې رد شوي دي.

تر اوسه پوري هندوستان افغانستان ته د پوځي تجهیزاتو په برخه کې د مرستي په نيولي لاس ورکوي، خو د دې امکان په هندوستان کې شته چې تر راتلونکو ټاکنو وروسته به نوی ډهلی له کابل سره خپلې پوځي مرستې لا پراخي کړي.

د هندوستان په نوي ډهلي کې یوه دولتي اداره په بهر کې د دې هیواد پروژې څاري. دغه اداره په ۲۰۱۱ کال کې جوړه شوې ده او ۲۵ کار کوونکي یې د هندوستان په میلیاردو ډالر مرستي څاري. د دې ادارې یوه کارکوونکي چې ویې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې هندوستان غواړي هر کال په خپل بهرنیو پرمختیایي پروژو کې ۲۵ سلنه زیاتوالي راولي.

په کابل کې د هندوستان په سفارت کې یوازې یو کس د دغو پروژو څارنه کوي. د افغانستان له پاره د هندوستان ټولې مرستې د افغان حکومت له خوا مصرفیږي. د هندوستان د پرمختیایي مرستو د څار یوه چارواکي ټینگار کړی دی چې هیواد یې نه غواړي چې پرمختیايي مرستي له سیاسي اهداف سره یوځای کړي.

همدې خبري افغان حکومت هم ډیر خوښ کړی دی چې د لوېدیځو هیوادونو له هغو لکچرو څخه ستړی شوی دی. که څه هم افغانستان له خپلو لوېدیځو متحدانو څخه ډیري مرستي ترلاسه کوي، خو ډیر وخت دغه مرستي د اداري فساد د له منځه وړلو له شرط سره یوځای وي.

هندي انجینرانو تر دې مخکې له اوزبکستان څخه د بریښنا مزي په شل میلیونه ډالره لکښت جوړ کړي دي. خو کله چې خبره د وړوکو پروژو وي هندوستان افغانستان ته پیسې ورکوي، او یوازي د پروژو د کار د پرمختگ په اړه رپوټونه ترلاسه کوي. په کابل کې د هندوستان سفیر وایي: «موږ د دې له پاره چې فکر وکړو پیسې [د افغان حکومت له خوا] ضایع کیږي هیڅ دلیل نه لرو.»

داسې پروژې هم شته چې د هندوستان له خوا تمویلیږي او د کابل حکومت یې کار بشپړ شوی بولي، خو اوس هم په نیم کاره وضعیت کې دي. د دغه شان یوې پروژې بېلگه د رویترز خبري آژانس یوه خبریال د پاکستان او افغانستان پولې ته نژدې په یوه ښوونځي کې لیدلې ده. د دغه ښوونځي یو ۱۸ کلن زده کوونکی سمیع الدین، وايي: «کله چې هندوستان دغه شان پروژي تمویلوي باید څارنه ورباندي وکړي.»

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اداري فساد کچه بکښې ډیره لوړه ده. همدې موضوع د افغانستان د هغه د یو شمیر لویدیځو متحدینو تر منځ اړیکي یو څه ترینگلي کړي هم دي.

له پاکستان سره ستونزي

پاکستان هم له افغانستان سره خپلي مرستي ډیري کړي دي. کله چې ولسمشر کرزي تیر کال پاکستان ته سفر وکړ د دغه هيواد لومړي وزیر نواز شریف، له افغانستان سره د خپلو مرستو کچه له ۳۸۵ میلیونو ډالرو څخه ۵۰۰ میلیونو زياته کړه. خو کله چې د ولسمشر کرزي د خبرو نوبت راورسید هغه وویل: «زموږ ډیره اندیښنه د امنیت د نه شتون [...] او د ترهگرۍ د تهدید شتون دی.»

له بلې خوا اسلام آباد ټینگار کوي چې له افغانستان سره د مرسته کولو له پاره په خپل توان کې هر څه ترسره کوي. اوس هم په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال میشته دي.

خو د افغانستان او پاکستان اړیکي له ډیرو ستونزو سره مل دي. افغان حکومت گومان کوي چې پاکستان د یاغیانو ملاتړ کوي او له هغوی څخه په افغانستان کې د یوې وسیلې په توگه کار اخلي. هندوستان هم په پاکستان پوري تړلو ياغيانو باندي تور لگوي چې په افغانستان کې یې د هغوی پر سفارت او قونسلگرۍ باندي بریدونه کړي دي.

پاکستان بیا دغه تورونه ردوي او پر افغانستان باندي ورته تورونه لگوي. یو شمیر سیاستوال په اسلام آباد کې د کابل پر حکومت باندي تور لگوي چې د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي. پاکستان همداراز پر هندوستان باندي تور لگوي چې په پلوچستان کې د جدایي غوښتونکو ملاتړ کوي. یو پاکستاني امنیتي چارواکي په افغانستان کې د هندوستان د نیت په اړه پوښتني مطرح کوي: «ولې هندوستان په جلال آباد او کندهار کې قنسلگرۍ لري. هلته خو هندیان نه شته.»

د پاکستان پوځ نه غواړي چې افغانستان د هندوستان خوا ته ډیر تمایل ولري. له بلې خوا د پاکستان او ایران اړیکي هم ډیري ښې نه دي ځکه اوس د نواز شریف حکومت د سعودي عربستان د مرستو غوښتنه کوي.

د پاکستان متقاعد جنرال تلعت مسعود وایي چې په اوسني وضعیت کې پاکستان خپل ځان د یو شمیر «گواښوونکو گاونډیو تر منځ» ویني.

همدا اوس هم ۶۵۰ افغان پوځیان په هندوستان کې روزل شوي دي. اوس کرزی له هندوستان څخه د تجهیزاتو غوښتنه کوي. هغه له خپل دې لوی متحده څخه غواړي چې ورته مهم پوځي تجهیزات ورکړي.

تر دې مخکې هندوستان افغانستان ته د تجهیزاتو د ورکولو او همداراز د پوځي روزونکو د لیږلو له ورکولو څخه ډډه کړې ده، ځکه نه غواړي چې پاکستان راوپاروي، خو دغه وضعیت کیدای شي چې په راتلونکو میاشتو کې په هندوستان کې تر ټاکنو وروسته بدل شي. افغانستان ته د هندوستان د لا ډیرو پوځي مرستو پلوي جنرال ار کي شاوهني، وايي چې دا د پاکستان له پاره د ستونزو د ډیرولو په معنی نه بلکې د افغانستان د قابلیتونو د لوړو په معنی ده.

پاکستان هم تر دې مخکې یو څه افغان پوځیان روزلي دي، خو ولسمشر کرزي د نورو پوځیانو له استولو څخه ډډه کړې ده. تیر کال نواز شریف له افغان پوځ سره د۲۰ میلیونه ډالرو مرستو وړاندیز وکړ خو ولسمشر کرزي د مرستو دغه وړانديز و نه مانه.