1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

سياسي تحليلونکي: له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د وړانديزونو وخت تير دی»!

د افغان تحليلونکي هارون مير په نظر، د قدرت هغه خلاء چي په 2001 کال کي د طالبانو له نسکوريدو څخه وروسته پيدا شوه هيڅکله ډکه نه شوه. امريکا ډير لږ سرتيري افغانستان ته واستول او ډير ژر يي په عراق کي جګړي ته مخ واړاوه».

طالب اورپکی

طالب اورپکی

د افغانستان د جمهوري رياست له انتخاباتو څخه مخکي ريدکال اسلام پال طالبان د زور زياتيو لمن پراخه کړي ده. په ولايتونو کي د ځانمرګي بريدونو او په پلازمينه کابل باندي توغندي بريدونو سره هغوي هڅه لري چي خپل ګواښ ورکونکي شته والي ښکاره کړي او افغانان له راييو ورکولو څخه ډه ډه کولو ته مجبوره کړي. بالمقابل نړيوالو ځواکونو ته په دي موده کي سخت ځاني تاوانونه اړول شوي. له معتدلو طالبانو سره د خبرو اترو چيغي وار په وار زور اخلي، د هغه څه لپاره چي جمهور رييس حامد کرزي له پخوا څخه غوښتنه کړي ده. خو د کارپوهانو په نظر د دغو وړانديزونو وخت تير دي. هغوي وايي : په 2001 کال کي د طالبانو د رژيم له نسکورولو څخه را په دي خوا «لويديځ ډير اشتباهات وکړل».

په پاريس کي د نړيوالو مطالعاتو له مرکز (CERI) څخه، تحليل کونکی، مريم ابو ذاهب، وايي: «طالبان غواړي چي د نا امنيو لمن پراخه کړي تر څو خلک له راييو ورکولو څخه مخ واړوي». يواځي همدا پرون د دغه هيواد په مختلفو برخو کي د چادونو له امله يو ګڼ شمير خلک ووژل شول. د اوني په پيل کي پاڅون کونکو په پلازمينه کابل باندي توغندي بريدون وکړل. په يوه بله پيښه کي، يو والي له يو بريد څخه بچ پاتي شو.

د جولاي په پاي کي طالبانو يو اعلاميه خپره کړي چي په هغي کي د زمري د مياشتي د 29 نيټي د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د تحريم او د «جهاد» لپاره يي غږ وکړ. خو که چيري د هندوکش په لمنو کي پروت هيواد غواړي چي د ديمکراسی په لور ګام واخلي، دغه انتخابات بايد په برياليتوب سره پاي ته ورسوي.

د ناتو نوي عمومي منشي، اندرز فوګ رازموسن افغانستان د خپل کار د ثقل مرکز ګرځولي او د خپل ماموريت له پيل سره افغانستان ته سفر وکړ او له جمهور رييس کرزي سره يي وليدل. رازموسن له معتدلو طالبانو سره خبري اتري له امکان څخه ليري ونه ګڼلي: « هغه د رښتينو ګامونو د اخيستلو لپاره چمتو دي»، خو دغه ډول خبري اتري بايد د يو «پياوړي دريځ» پر بنسټ سره ورسولي شي. د دي خبري معني دا ده چي په لومړي سر کي بايد بياهم پوځي عملياتو ته زور ور کړ شي.

لويديح د هندوکش د غرو د لمني په هيواد کي له خپلو څه د پاسه سل زرو سر تيرو سره شته والي لري او غواړي چي تند لاري مات کړي. خو په کوم قيمت؟ يواځي د جولاي په مياشت کي 75 بهرني سرتيري ووژل شول. له قدرت څخه د طالبانو له شړلو څخه وروسته دا تر ټولو خونړی مياشت وه.

د بريتانيا لومړي وزير، داويد مليبند، هم له معتدولو طالبانو سره د روغي جوړي خبره ياده کړي ده: « د پاڅون کونکو په مينځ کي ډير داسي کسان شته چي له بيکاري او يا په زور جګړو ته مجبوره شوي دي.» د داسي خبرو په اړو دوړ کي د افغانستان حکومت د يو برياليتوب چيغه پورته کړه او اعلان وکړ چي په بادغيس کي د قومي مشرانو په منځګړيتوب له طالبانو سره «اوربند» کړی دی. د جمهور رييس يو وياند، سيامک هيروي هغه حتی د نور ولاياتو لپاره «نمونه» وګاڼه.

خو څرنګه چي کارپوهان وايي، د ديالوګ او خبرو اترو لپاره دغه ډول چمتوالي ښايي اوس ناوخته وي. د کابل د پوهنتون د حقوقو د پوهنځني استاد، نصرالله ستانکزي، استدالال کوي چي اته کاله مخکي کله چي د طالبانو واکمني نسکوره شوه، «ډيري طالبان د روغي جوړي لپاره چمتو ؤ. خو په دي منځ کي ډيري غلطي وشوي». هغه وايي: « له قدرت څخه د دغو سخت دريځو مذهبيونو شړل د دي معني نه وه چي هغوي ورک شول، څرنګه چي لويديځ فکر کاوه». د نوموړي پرفيسور په نظر بله غلطي دا وه چي نړيوالو پوځيانو له «جګړه مارو» جنايتکارو سره يي همکاري وکړه. دغه کار هم «پاڅون کونکو» ته قوت ورکړ.

د افغان تحليلونکي هارون مير په نظر، د قدرت هغه خلاء چي په 2001 کال کي د طالبانو له نسکوريدو څخه وروسته پيدا شوه هيڅکله ډکه نه شوه. هغه وايي: « امريکا متحده ايالاتو ډير لږ سرتيري افغانستان ته واستول او ډير ژر يي په عراق کي جګړي ته مخ واړاوه. له دغي خلاء څخه طالبانو ګټه واخيسته او ډير ژر يي خپل ځان ته له سره سازمان ورکړ». ا

افغان پارلماني غړي، داؤد سلطان زوي وايي: « طالبانو سره د خبرو اترو وړانديز ډير ناوخته شوی دی. ولي مونږ پخوا د طالبانو له ځينو مشرانو سره روغه جوړه ونه کړه، هغه وخت چي امکان يي درلود؟».

فرانس پرس/ عبدالباری حکيم

کتونکی: رحيله اميری