1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

سوريه: د رشتيا ويل د مرګ سبب ګرځېدلای سي

د ژورنالستۍ نړۍ واله جايزه ګټونکې ۴۵ کلنه ثمر يزبېک په ۲۰۱۱م کال د سوريې څخه و فرانسې ته مهاجره سوه. هغه په خپله لاندنۍ ليکنه کي وايي چي په سوريه کي د بيان آزادي لانجمن کار دی.

د سوريې د جګړې څلور کاله پوره کيږي. خو نه د ولسمشر بشارالاسد رژيم او نه هم وسله والې ياغياني ډلې د رسنيو په خپلواکۍ او د بيان په آزادۍ کي دلچسپي لري. خو زما له پاره د بيان آزادي هغه تر ټولو مهم څيز دی. دغه آزادي زما د ژوند او ايمان برخه ګرځېدلې ده.

په سوريه کي د ځان څخه د دفاع يوازنۍ لاره دا ده چي څوک د الفاظو په مرسته خپل نظر څرګند کړي. د بيان آزادي زما د وجود عنصر دی چي له همدې کبله زه ليکل کوم. د عدالت، ښکلا او د انسانيت د راتلونکي له پاره همدغه بهترينه کار دی.

خو په سوريه کي د بيان آزادي د لويو ګواښونو سره مخامخ ده او دغه کار د رشتيا ويونکي پر اوږه يو لوی بار ثابتېدلای سي. د بيان آزادي د خطر په معنا ده. د بشارالاسد رژيم هغه کسان نه وژني چي په آزاده توګه خپل نظر څرګندوي خو هغوی و ژوند کولو ته هم نه پرېږدي.

د رسنيو سانسور

په عربي نړۍ کي په مجموع کي د مېرمنو له پاره د حقيقت ويلو او عام کولو کار يو ډېر لانجمن عمل دی. خو کله چي يوه مېرمنه يوه ژورنالسته وي او غواړي چي حقيقت ووايي او خپور يې کړي نو بيا دغه کار د لويو خطرونو سره تړلی دی. و معلوماتو ته لاس رسی د هر چا حق دی. خو کله چي دغه معلومات د يو انسان د ژوند په قيمت خپرېږي نو دغه کار و مسلکي ژورناليزم ته ډېري لويي ننګوني رامنځ ته کوي.

د اسد په واکمنۍ کي په سوريه کي ملوماتو ته لاس رسی پيدا کول ډېر لانجمن او مغلق کار دی. د اسد رژيم معلومات په خپله ګټه خپروي او حقايق داسي اړوي چي په خپله ګټه ورڅخه کار واخلي. دغه بدل سوي معلومات او حقايق بيا د حکومت له لوري د سوريې خلکو ته وړاندي کيږي تر څو پر هغوی د خپلي خوښي سره سمه اغېزه وکړي.

کله چي په ۲۰۱۱م کال د سوريې خلکو په سوليزه توګه د رژيم پر ضد او د ډيموکراسۍ او د آزاديو په حق کي احتجاجونه وکړل، نو هغوی ونيول سول، ووهل سول، شکنجه کړل سول او ووژل سول. پسله څلورو کارو څخه سوليز احتجاجونه په جګړه اوښتي دي. داسي يوه جګړه چي د سيمي تر څنګ يې نړۍ وال ګواښونه او لانجې رامنځ ته کړي دي. لکه د «اسلامي دولت» رابرسېره کېدل. په داسي يو بد حالت کي ژورنالستک کار او د حقايقو موندل لا لانجمن سوي دي.

د بيان د آزادۍ له پاره ځای نسته



هغه جهادي ډلې چي په سوريه کي ځای پيدا کړی دی، هغوی هم د بيان د آزادۍ په وړاندي د تاوتریخوالي څخه کار اخلي. د هغوی تر کنټرول لاندي په سيمو کي هم ژورنالستان له دې څخه بيريږي چي حقايق بيان کړي او پر حقايقو ولاړ راپورونه چمتو کړي.

د اسد د ځواکونو تر کنټرول لاندي په سيمو کي هم د بيان د آزادۍ له پاره ځای نه سته. د دغو سيمو څخه پر درواغو او تېر ايستنو ولاړ معلومات خپريږي. رژيم غواړي چي په خپلو تبليغاتو سره خپل ځان ښه وښيي او د خپلو جنايتونو او مظالمو څخه د خلکو پام واړوي.

په اوسني وخت کي د داسو وسله والو ډلو لکه د النصره جبهې تر کنټرول لاندي سيمو ته ورتګ هم ډېر مشکل او د خطرونو سره مل کار دی. نه يوازي په دې وجه چي د ژورنالستانو يرغمل نيول د هغوی له پاره په يو بهترين تجارت بدل سوی دی.

زړه ور مبارزې ته ادامه ورکوي

د ټولو ننګونو او خطرونو باوجوده بيا هم ګڼ شمېر سوريايي ژورنالستان ته چي د بيان او د رسنيو د آزادۍ له پاره يې خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړې ده. دغه داسي زړه ور ژورنالستان دي چي نه خو د جهاديانو توپک د هغوی په بيرولو بريالي سوي او نه هم د اسد د رژيم پراخ پوځي عمليات، بمبارۍ او زهيروني. د هغوی فعالينو او ژورنالستانو شمېر هم ډېر زیات دی چي د خپلي دندې له کبله د اسد په بمباريو یا د «اسلامي دولت» په تورو وژل سوي دي.

ما پخپله په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کي د سوريې په ادليب کي د اوسېدونکو سره مرکې وکړې. دا په داسي حال کي چي د اسد د عسکرو له خوا د بمونو اورښت ادامه درلوده. په داسي یو حالت کي زما له پاره دا ډېر مشکل کار ؤ چي ځل خپل د ژورنالستۍ خپل هويت پټ کړم. هغه وخت ماته لا ښه روښانه سوه چي د دغو سيمو څخه راپور ورکول، بېله د خپل ژوند د قمار وهلو څخه ممکنه نه دی.

د سوريې څخه چي اوس هر ډول معلومات او راپورونه د بې طرفو ژورنالستانو له خوا خپريږي، هغوی د دغو معلوماتو له پاره خپل ژوند د ګواښ سره مخامخ کړی دی. د سوريې څخه د خبرونو او معلوماتو راوتل د داسو لويو خنډونو سره مخامخ کار دی.