سوريه: دمشق مو بېر ته تر خپل کنټرول لاندي راوست | دويچه ويله پښتو | DW | 05.08.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

سوريه: دمشق مو بېر ته تر خپل کنټرول لاندي راوست

د سوريې حکومتي ځواکونو ويلي دي چي پلازمېنه دمشق ئې په بشپړه توگه بېرته تر خپلي ولکې لاندي راوستی دئ . يوه لوړ پوړي امنيتي چارواکي ويلي دي چي په دمشق کي نور غير مسئول وسله وال نه دي پاته. د دغه چارواکي په وينا په ښار کي وضعه آرامه ده. د ايران خبري آژانس ايرنا بيا خبر ورکړی دئ چي په دمشق کي ۴۸ايراني زيارت کوونکي تښتول سوي دي. ويل سوي دي، چي دغه ايرانيان نړيوال هوايي ډگر ته پر لاري ول، چي وتښتول سول. د تښتول سوو په هکله نور معلومات نسته. په عيني حال کي د سوريې په ستر ښار حلب کي نښتي دوام لري.