1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

سورصليب: نړيواله ټولنه افغانان يوازي پرېږدي

سره صليب پر نړيوالي ټولني تور لگولی دئ چي د جنگځپلي افغانستان خلک يوازي پرېږدي. دغي ادارې ويلي دي چي په دغه هیواد کي بشري وضعيت ورځ تر بلي خرابيږي.

د سره صليب نړيوال سازمان مشر پيتر مورر، افغانستان ته د خپل پنځه ورځني سفر په پای کي ويلي دي، داسي ښکاري، هر څومره ډېر چي افغانان له زورزياتيو او بدبختيو سره مخامخ کيږي، په هغه اندازه د نړیوالي ټولني له پامه وتلي.

هغه زیاته کړې ده چي په دغه هیواد کي بشري وضعيت ورځ تر بلي خرابيږي. له دغه هیواده خلک د تېښتي په حال کي دي او ډېر انسانان له ټپونو درد گالي.

مورر، ويلي دي چي تيرکال په دغه هیواد کي پر روغتيايي مرکزونو باندي يرغلونه ۵۰ سلنه زیات سوي دي او اورپا ته د رسېدلو مهاجرو دوهمه زياته برخه افغانان دي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي تېرکال په افغانستان کي د ملکي وگړو تلفات تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي. د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ په چاودنو او جگړو کي ۳۵۰۰ ملکيان وژل سوي او ۷۵۰۰ نور ټپيان سوي دي.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د ځانگړي ادارې «يوناما» د معلوماتو له مخي دغه تلفات له ۲۰۰۹م کال راهيسي په راټولو سوو شمېرو کي تر ټولو زيات دي.