1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

سل کاله مخکي د منځني ختیځ هیوادونو پټه نقشه

د سایکس – پیکو، په نوم د یوه پټ تړون له مخې فرانسې او بریتانيا سل کاله پخوا په منځني ختيځ کې د نوو سرحدونو نقشه جوړه کړه، خو د سیمې له خلکو سره د خبرو پرته. د دغه پټ تړون عواقب تر ننه احساسيږي.

د عراق او سوريې په سرحدي سيمه کي په ډیر شدت سره دېوال په بلدوزر سره چپه کيږي. ژر پرانیستل شوې لار د دې له پاره بسنه کوي چې موټر ترې تېر شي. نور نو د عراق او سوریې پر پوله د کنترول پوسته نه شته. مامورین یې ټول وژل شوي دي. هغوی د ترهگرې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش جنگیالیو وژلي دي. نوره د دواړو هیوادونو تر منځ پوله هم نه شته. نوموړي ډلي د ۲۰۱۴م کال په جون میاشت کې په یوه تبلیغاتي ویډیويي پیغام کې د دغې پيښې پر مهال ویلي ول: عراق او سوریه نور د دوو هیوادونو په توگه وجود نه لري.

له دې سره دغي ډلي د خپلې څرگندونې له مخې گواکې نور د لویدیځ د امپریالیزم له خوا د منځني ختیځ د تحقیر او له هغې څخه د واکدارۍ دوره پای ته ورسیده. د عراق او سوریې تر منځ دغه پوله سل کاله موجوده وه. دغه پوله د بریتانوي دیپلومات مارک سایکس او د هغه د فرانسوي سیال فرانسوا جورج پیکو، ترمنځ د ۱۹۱۶م کال د می میاشتې د یوه پټ تړون پایله وه. د داعش له لوري په خپره شوې تبلیغاتي ویدیو کې د پولې له منځه وړل د «سایکس– پیکو، د پای» یا د تړون د لغو کولو په توگه یاده شوې ده.

آیا د سایکس – پیکو، تړون رښتیا هم د اروپایانو له لوري د عربو ضد یوه توطيه وه؟ ډير لږ عربان دې ته داسې نه گوري. د سوریې – آلمان د سیاسي چارو کارپوه بسام تبي، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې هغه وختونه یې په یاد دي، چې څومره په ژوره توگه په لومړیو کلونو کې د دغه تړون په هکله بحثونه کیدل. هغه زیاتوي: «د ښونځي په هر ټولگي کې تر بکلوریا پوري د سایکس پیکو او د هغې د داغونو په هکله چې یې پریښي وو بوختیا وه. د زخم دغه داغونه یوازي سوریایان نه احساسوي بلکې ټول عربان یې احساسوي.»

د نقشې پلرونه: پيکو (ښی) او سايکس (کيڼ)

د نقشې پلرونه: پيکو (ښی) او سايکس (کيڼ)

د منځني ختیځ ویشل

د «سایکس- پيکو» له تړون سره فرانسې او بریتانيا د لومړۍ نړیوالې جگړې په منځ کې د خپل بریالیتوب په درشل کې سمدلاسه د عثماني امپراطورۍ زیاتي برخې د اوسیدونکو د خوښې پر خلاف په خپلو منځو کې وویشلې. د دغه وېش له مخې له سویل ختیځ یا د ننۍ ترکیې څخه نیولې د عراق تر شمال، سوریې او لبنان پورې د فرانسی تر نفوذ لاندي راوستل شوې. باالقمابل د دغې امپراطورۍ پر جنوبي برخې او د عراق مرکزي برخې باندي د بریتانيا نفوذ ټینگ شو. د دغو دواړو برخو په مینځ کې چې اوسني سوریه او اردن پراته دي او دغه راز د عراق لویدځه او عربي نیمه ټاپو شمال ختیځه برخه پرته ده، د فرانسوي او بریتانوي تر قیمومیت لاندي یوعربي سلطنت جوړ شي.

خو په دغه څه کې آلمان هم یو کوچنی نقش لوبولی دی. هغوی غوښتل چې په لومړنۍ نړیواله جگړه کې خپل دښمان په منځني ختیځ کې د جگړې په واسطه کمزوري کړي. او هغه داسې چې آلمانان له عثماني امپراطورۍ سره متحد ول. آلمان د استانبول ستر سني خلیفه سره په گډه د جهاد له پاره غږ وکړ، چې د بریتانویانو پر ضد «جهاد» پيل شي. هغوی یعنی فرانسویانو او بریتانویان له حسین بن علي سره اتحاد جوړ کړل شي. حسین بن علي هغه مهال د مکې او مدینې یا د اوسني عربستان مشر وو او وروسته له خلیفه څخه دوهم ستر مذهبي واک وو.

په ۱۹۱۵م کال کې په مصر کې د بریتانيا جگپوړي کمیسار مک ماهون علي حسین ته یو وړاندیز وکړ: او هغه داسې که چیري عربان د بریتانویانو ملاتړ وکړي، نو هغوی به په بدل کې له حسین سره د خپلې پاچاهۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.

د توافق اصلي نقشه: سره ځايونه د بريتانيا او شنه د فرانسې

د توافق اصلي نقشه: سره ځايونه د بريتانيا او شنه د فرانسې

«د پردې تر شا عربي څیره»

په رښتیا دغه اتحاد رامنځ ته شو. هغه مهال د عربانو مشر د حسین بن علي زوی فیصل بن حسین وو. هغه له بریتانوي ایجنټ تامس ایدوارد لارنس، سره په گډ‌ه عثماني امپراطورۍ ته ماته ورکړه.

تر لومړۍ نړیوالې جگړې وروسته د نوي نظم په هکله خبري اتري د پاریس د سولې په کنفرانس کې وشوې. فیصل د عربانو غوښتنې پر مخ وړلې. هغه ویلي ول: «زه ډاډه یم چې ستر قدرتونه د عرب ولس ټولگټي له خپلو مادي گټو څخه لوړي گڼي.»

خو فیصل تیروتی وو. فرانسه او بریتانيا د سیمې د ویش په هکله خپلو ژمنو ته ټینگ پاتيږي. هغوی د عربي هیوادونو رامنځ ته کیدل ومنل، خو د دوی تر نفوذ لاندي. د هغه وخت د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر جورج لارد کرزون وویل چې د بریتانيا د تر پردې تر شا اقتصادي گټې باید په پام کې ونیول شي: «حاکمیت او اداره به یې د بریتانيا تر مشرۍ لاندي وي او د یوه مسلمان او یا د امکان په صورت کې د یوه عربي ټیم له لارې کنترول شي.»

نوي ښایسته دولتونه

د پاریس کنفرانس په پایله کې دوه نوي هیوادونه سوریه او عراق رامنځ ته کیږي. په ۱۹۲۲م کال کې یو بل نوی هیواد لبنان، رامنځ ته کیږي. په همدغه کال کې د نړیوالې ټولني له لوري «د یهودي ولس له پاره د یوه ملي ټاټوبي» د رامنځ ته کولو وړاندیز وشو، چې بیا وروسته د اسرائیل دولت بنیاد وگرځید. فیصل په پاریس کې ویلي ول: «زه د دې ډاډ ورکوم چې موږ عربان به د یهودو پر ضد هیڅ ډول قومي یا مذهبي کرکه و نه لرو، لکه د بده مرغه چې د نړۍ په نورو ډیرو برخو کې حاکمه ده.» خو دغه ښه نیت له ناکامۍ سره مخ کیږي او ځای یې یو سخت حقیقت نیسي.

د دې په تعقیب په ۱۹۲۳م کال کې بریتانيا د اردن ختیځه برخه له فلسطین څخه بېله کړه، چې د نني اردن بنسټ وگرځید. د ۱۹پیړۍ په پای کې بریتانویانو د کویت کوچنی امارت هم تر خپل حفاظت لاندي ونیو او تر لومړنۍ نړیوالې جگړې وروسته یې خپلواک اعلان کړ.

ناحل شوي شخړي

په پای کې دغه نوی نظم د شخړو او جگړو د رامنځ ته کیدو سبب گرځي چې تر نن ورځې ادامه لري: او هغه داسي چې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ ترینگلتیا آن تر جگړو پوري رسیدلي دي، له ۱۹۷۵م کال څخه تر۱۹۹۰م کاله پوري د لبنان کورنۍ جگړه، د خلیج دوهمه جگړه، چې د صدام حسین له لوري پر کویت د برید کولو له کبله رامنځ ته شوه. همداشان د ترکیې، عراق او سوریې په کردي سیمو کې هم جگړې ته ورته ترینگلتیا موجوده ده.

او په پای کې په ۲۰۰۳م کال کې پر عراق د امریکا متحدو ایالاتو یرغل. د ناسم مدیریت په پایله کې د «اسلامي دولت» یا داعش په څیر ډلو سر راپورته کړ. د دغې ډلې فعالیت د سوریې کورنۍ جگړې ته ووت، که څه هم دغه تحولات په ۱۹۲۰م کلونو کې د منځني ختیځ ویش ته نه ورگرځي خو په دغو کلونو کې د داسې سیمو بنسټ ایښودل شوی چې ترینگلتیا، پاڅون او جگړو ته یې زمینه برابره کړه.