1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

سلمان خان د خپل واده نېټه اعلان کړه

د بولي ووډ مشهور فلمي ستوري سلمان خان، اعلان کړی دی چې د نومبر میاشتې په ۱۸ نیټه واده کوي. هغه دغه اعلان د ټینس لوبغاړې ثانیه مرزا د ژوند لیک د مخ کتنې په مراسمو کې کړی دی.

ثانیه مرزا د دغو مراسمو پر مهال له سلمان خان څخه پوښتنه وکړه چې د خپل واده اعلان کله کوي. سلمان خان ځواب ویلو ته ځان جوړاوه چې ثانیه مرزا ورته د نومبر میاشتې په ۱۸ نېټه د واده کولو مشوره ورکړه.

سلمان خان وویل چې د نومبر په ۱۸ نېټه به واده کوي، خو دا یې و نه ویل چې دا به د کوم کال د نومبر میاشت وي. د سلمان خان د پلار او خور ودونه هم د نومبر میاشتې په اتلسمه نیټه تر سره شوي دي. د سلمان خان په خبره د مور او خویندو له لوري تر فشار لاندې دی چې ژر واده وکړي.

پنځوس کلن سلمان خان وویل چې دی له خپلې کورنۍ پرته نېمگړی دی: «د سهیل خان، ارباز، ارپیتا، الویرا، سلیم او سلمی پرته سلمان خان نیمگړی دی.»

د ’بجرنگي بھائی جان‘ نومي مشهور فلم اصلي لوبغاړي سلمان خان په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې ډیر خوش نصیبه دی، چې داسې مینه ناکه کورنۍ لري.