1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

سعودي له آلمانه زغروال ټانکونه پيري

سعودي عربستان يو ځل بيا آلماني تسليحاتو ته علاقه مندي ښودلې ده. دغه شاهي دولت غواړي چي له آلمانه په سوونو «بکسر» ډوله زغروال جنگي ټانکونه رانيسي. په دې اړه د آلمان حکومت څه وايي؟

ARCHIV: Ein Radpanzer vom Typ Boxer faehrt in der Naehe des Lagers der Internationalen Schutztruppe ISAF in Masar-i-Scharif (Afghanistan) (Foto vom 03.07.12). Saudi-Arabien bekundet erneut Interesse an deutschen Ruestungsguetern. Nach Spiegel-Informationen hat das Koenigreich in Deutschland offiziell wegen des Kaufs von mehreren Hundert Radpanzern des Modells Boxer fuer die Koenigliche Garde angefragt. (zu dapd-Text) Foto: Hannibal Hanschke/Pool/dapd.

Radpanzer vom Typ Boxer

بکسر په نړۍ کي يو له مدرنه زغروالو ټانکونو څخه دئ او آلمان اوس په افغانستان کي د خپلو ځواکونو په لېږد کي کار ځني اخلي، ځکه چي دغه زرغوال ټانک چاين نه، بلکي ټيرونه لري او په خامه او ډمبر دواړو گړندی رفتار کولای سي، چي د خلکو د پاڅونو په ټکولو کي هم کار ځني اخيستل کيدای سي.

لکه څرنگه چي آلمانۍ مجله دېرشپيگل ليکي، د سعودي عربستان ملي گارد غواړي، چي د نړۍ په مدرنه وسلو باندي سمبال سي.

د مجلې په راپور کي راغلي دي، چي د آلمان د امنيت شورا له خوا د سعودي عربستان دغه غوښتنه د دې هيواد لومړۍ وزيري مېرمن انگيلا ميرکل او نورو وزيرانو ته وړاندي سوې ده، خو په دې اړه پريکړه راتلونکي کال ته ځنډېدلې ده.

دا په داسي حال کي ده چي دغي شورا اسرائيلو ته د ټانک ضد توغندی د ورکولو پريکړه کړې ده او دغه راز يې دغه هيواد ته هغه مرمۍ هم منلي دي چي تر مځکي لاندي زيرمي د له منځه وړلو له پاره ځني کار اخيستل کيږي. دغه غوښته په دوبي کي ځنډول سوې وه.

د شپيگل د راپور له مخي د آلمان حکومت پر اسرائيلو باندي د هغو وسلو د پلورلو خبره منلې ده، چي په غزې تراډه کي د حماس پرضد کارول کيږي.

د آلمان حکومت د شپېگل د راپور په اړه تر اوسه پوري څه نه دئ ويلي. د آلمان د بهرنيو چارو پخوانی وزير هانس ديتريښ گينشر د آلمان پر دغه سياست باندي چي هر څه په ورين تندي مني نيوکي کړي دي.

هغه ويلي دي: «د آلمان هغه سياست چي په دغسي مسايلو کي ئې ځان پرشا کاوه ښه وو، نه دا چی اوس هرڅه په ورين تندي مني.»

پروسږ کال د آلمان حکومت د ۵،۴ ميليارده يورو په اندازه د وسلو صادرات منلي ول، چي دا د تيرکال په پرتله يو پراوومه برخه ډير ول، چي له دې څخه ۴۲ سلنه يې د دريمي نړۍ هيوادونو ته صادر سوي دي.

دغه وسلې پر داسي هيوادونو باندي هم پلورل سوي دي، چي هلته بشري حقونو ته لږ پاملرنه کيږي. د ۲۰۱۲ کال د صادراتو په اړه تراوسه شمېرې نه دي روښانه سوي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم

DW.COM