1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

سعودي عربستان ولي له تور لیسته و ایستل شو؟

بان کیمون پر ریاض باندي تور لګولی دی چې پر دغه سازمان باندي یې «فشار زیات» کړی چې د سعودي عربستان نوم د دغه سازمان له تور لیست څخه وباسي. بان ویلي چې له میلیونونو ماشومانو سره مرستي له ګواښ سره مخامځ وې.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې د سعودي عربستان په مشرتوب په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد ایتلاف نوم، د ماشومانو او ښوونځیو د له ګواښ سره مخامخولو له کبله، په خپل تور لیست کې شامل کړی وو. خو د سعودي عربستان تر نیوکو او فشارونو وروسته اوس د دې ایتلاف نوم په موقتي توګه له تور لیست څخه ایستل شوی دی.

بان کیمون ویلي دي چې په موقتي توګه د دغه ایتلاف نوم له تور لیست څخه ایستل، «یوه ډیره دردوونکې او سخته پریکړه وه». اوس به نو تر یوې نوي څېړني وروسته پریکړه وشي چې ایا د سعودي عربستان په مشرتوب دغه ایتلاف د ملګرو ملتونو په تور لیست کې یووار بیا شامل شي او که نه.

بان کیمون ویلي دي چې که د دغې ډلې نوم یې له تور لیست څخه نه وای ایستلی نو په فلسطیني سیمو، سویلي سودان او سوريه کې د ملګرو ملتونو په مرستندویه پروژو کي په میلیونونو ماشومان به د سعودي عربستان د مرستو د بندښت له کبله اغېزمن شوي وای. بان ویلي دي: «له همدې کبله، تاسو نه شئ کولای چې ټول کور ته اور ورته کړئ.»

د یمن په جګړه کې د ماشومانو وژل کیدل

ملګرو ملتونو تیره اوونۍ د «ماشومان او وسله واله جګړه» په عنوان خپل کلنۍ رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې ملګرو ملتونو د یمن د تیر کال په جګړه کې د وژل شویو ۷۸۵ ماشومانو له ډلې څخه د ۶۰ سلنه د وژنې پړه د سعودي عربستان په مشرتوب د فعال ایتلاف پر غاړه واچوله. دغه ایتلاف په دې هیواد کې د حوثي یاغیانو او القاعدې ډلي پر وړاندي جګړه کوي.

بان تر هغه وروسته دغه څرګندوني وکړې چې د بشري حقونو ډېرو سازمانونو پر ملګرو ملتونو باندي د سعودي عربستان فشارونو ته د غاړې ایښودلو له کبله نیوکي وکړې. دغو فعالانو ویلي دي چې له دې سره د ملګرو ملتونو اعتیار ته زیان رسیدلی دی.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ له خپل خپور شوي رپوټ څخه د سعودي عربستان په مشرتوب د ایتلاف نوم ایستلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان استازي عبدالله المعلمي، د بان کیمون، تر څرګندونو وروسته وویل له تور لیست څخه د سعودي عربستان په مشرتوب د ایتلاف نوم ایستل «وروستۍ، نه بدلیدونکې او غیر شرطي» پریکړه ده.

معلمي دا خبري رد کړي دي چې هیواد یې ملګري ملتونه د مرستو په بندولو ګواښلی دی.

کره کتنه

بان ویلي دي چې د سعودي عربستان په مشرتوب ایتلاف برخه لیک، د هغي څېړني په پایلي پوري تړلي دی چې د ملګرو ملتونو او سعودي عربستان له خوا په ګډه کیږي. خو سرمنشي ټینګار کړی دی چې دی په مخکیني رپوټ کې پر وړاندي شویو ارقامو ولاړ دی.

بان د خپور شوي رپوټ په اړه ویلي دي: «موږ به وړاندي شوي شکایتونه وڅیړو، خو [د رپوټ] محتویات به بدلون و نه مومي.»

په ۲۰۱۴م کال کې هم ملګري ملتونه له ورته نیوکو سره مخامخ شوی وو چې په غزه کې د جګړې پر مهال د ۵۰۰ ماشومانو پر وژل کیدو سربیره هم د اسرائیلو نوم د هغه کال په رپوټ کې شامل نه شوای کړای.